د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۹

د رایو شمیرل پیل شول


د افغانستان د انتخاباتو د کمیسون یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ورکړل شویو رایو شمیر ل پیل شوې دي.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي دا ځل به د تېرو کلونو د انتخاباتو خلاف ورکړل شوې رايې د رای ورکونې په مرکزونو کې وشمیرل شي.

د انتخاباتو د خپلوک کمیسون چارواکي وايي دا رای ورکونې بهیر په بریالۍ توګه تر سره شو او هومره چې تمه یې کېده ستونزې په کې رامنځ ته نه شوې .

خو د سیاسي چارو کاروپوهان او عیني شاهدان په ځینو ځایونو کې د رای ورکونکیو ، په ځانګړې توګه د ښځو د شمیر دکموالي ، امنیتي او ځینو تخنیکي ستونزو یادونه کوي او د رای ورکونې د بهیر له جدي ستونزو څخه يې ګڼي.

امنیتي ستونزې :

د ورکړل شویو راپورونو له مخې په کابل کې نن سهار په داسې حال کې، چې خلک ډله ډله د رای اچونې د مرکزونو په لور روان وو، د ښار په پنځمې، اوومې او اتمې ناحیو کې د چاودنو غږونو او همداراز په اتمه ناحیه کې د پولیسو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ وسلوالې نښتې خلک اندیښمن کړل.


د هېواد په جنوبي ولایتونو کندهار، زابل او هملند کې هم ۳۷ بېلابېلې راکټي حملې شوي دي.

په کندهار ښار ۱۷ توغندي توغول شوي. دولتي چارواکي وایي چې په دغه راکټي حملو کې څلور تنه وژل شوي او ۹ تنه عام خلک ژوبل شوي دي او همدا رنګه امیتي چارواکي وایي چې ۹ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د زابل ولایت هم تر راکټي حملو لاندې راغلی، ویل کیږي چې د زابل په شملزو ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې د د سړک پر غاړه یې ښخاوه.

په همدې حوزه کې د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي د ټولو راکټي بریدونو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په دې حملو کې یې ګڼ شمېر دولتي سرتېري وژلي دي.

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې د رای اچولو پر یو مرکز چې جومات کې و، لاسی بمب غورځول شوی دی چې مرګ ژوبله یې نه لرله او د پولیسو یو موټر پر ماین ختلی، د چارواکو په وینا یو پولیس په کې وژل شوی دی.

بل خوا د ننګرهار ولایت په ادم خېلو سېمه او چپلیار ولسوالیو د توغندیو بریدونه شوي، چې د مرګ ژوبلې اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

د هیواد په شمالي ولایت کندز کې د څو امنیتي پېښو راپورنه ورکول شوي دي، چې د کندز په ښار باندې شپږ راکټونه توغول شوي دي او د رای اچونې په څو مرکزونو ډزې هم شوي دي.



د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لري خو د کندز امینه قوماندا محمد رضا یعقوبي وايي چې له وسله والو طالبانو سره په یوه نښته کې یې درې وسله وال طالبان وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د بغلان له مرکزه هم د جنګ خبرونه خپاره شوي. ویل کیږي چې په مرکزي بغلان کې د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ څو ساعته نښته شوې.

د دې ولایت اوسیدونکي وایی چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امینه قوماندان محمد افضل خان وژل شوی دی خو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خوست ولایت له بېلابېلو ولسوالیو د چاودنو او نښتو راپورنه خپاره شوي دي، دولتي چارواکو د یوې بمي چادونې تایید کړی او ویلي یې دي، په دې چاودنه کې چې د ملي اردو پر یو موټر شوی دوه افغان سرتیری مړه او څو نور ژوبل دي.

خو وسله والو مخالفینو ادعا کړې چې په دې چاودنه کې یې ۶ تنه سرتیري وژلي دي.

د خوست د نورو سیمو څخه هم د جنګ راپورونه خپاره شوي خو د مالی او ځاني زیانونو په اړه یي څه نه دی ویل شوي او مهم خبر دا چې په همدې ولایت کې د رای اچونې ۲۵ مرکزونه تړلي پاتې شوي.

په خوست کې د انتخاباتو کمیسیون ځیني مسوولین وایي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې دا مرکزونه نه دي پرانیستي خو ځايي اوسېدونکي وایی چې دا مرکزونه د امنيتي پېښو له امله تړل شوي چې د لسو زرو په شاوخوا کې خلک د رای اچونې څخه بې برخې پاتي شوي دي.

همدارنګه د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو باندې راکټي حملې شوي، دولتي چارواکي وایي چې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په غزني ولایت باندې د ۱۳ راکټي حملې شوي دي. عیني شاهدان وایي چې ځیني کسان په کې ژوبل شوي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي او په ځینو ولسواليو کې د پولیسو او دولت د وسلوال مخالفینو ترمنځ مخامخ نښتې هم شوي دي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.


د هېواد له جنوب غرب څخه هم د جنګ او نښتو راپورنه راغلي دي. پر فراه ولايت باندې درې راکټونه توغول شوي چې یو کوچنی په کې ژوبل شوی او د نورو زیانونه په اړه څه نه دي ویل شوي او د همدې ولایت د ځینو ولسواليو څخه د ناامینو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

بل خوا د ارزګان ولایت پر ځینو سیمو راکټي حملې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ نښته هم شوې ده.

په دې ولایت کې د رای اچونې په اوو مرکزونو توغندي هم توغول شوي دي.


نن مازیګر د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په یو ګډ‌ خبري کنفرانس کې د هېواد د ټولو امینتي پېښو تایید وکړ او ویې ویل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دغو پېښو ونشوای کولای چې د رای اچونې مخه ونیسي خو نوموړي زیاته کړه چې یوازې په کابل او بغلان کې دوه مرکوزنه د امنیتي پېښو له امله د لنډ مهال لپاره تړل شوي وو.

د خلکو ګډون :

کله چې نن سهار په کابل کې د رای ورکونې مرکزونه پرانیستل شول نو په لومړنیو څو ساعتونو کې د خلکو ورتګ کم و.

د ازادۍ راډیو خبریالان چې په بېلابېلو سېمو کې د رایو ورکونې مرکزونو ته ورغلې و په خپلو راپورونه کې یې وویل چې د تېرو انتخاباتو په مقایسه د خلکو ونډه کمه ده .

خو څو ساعته وروسته په ځینو مرکزونو کې د رای ورکونو شمیر زیات شو.


د سیاسو چارو کاروپوهانود ازادۍ راډیو ته ویلي چې خلک هم امنیتي اندېښنو ویرولی او هم له سیاستوالو بېزاره دي.

د افغانستان د ولسې جرګې غړې شکريې بارکزی وویل د تېرو انتخاباتو وروسته د خلکو په ژوند کې کوم ځانګړې بدلون رانغې نو خلک ښايي په همدې خاطر هم نه غواړي په انتخاباتو کې برخه واخلي.

غرمه مهال یو وار بیا په یو شمیر مرکزونو کې د خلکو شمیر کم شو خو د رای ورکونې د مودې په وروستیو ساعتونو کې بېرته په ځینو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه پیدا شوه.

له بلې خوا ویل کېږي چې د افغانستان د جنوب ، جنوب ختیځ په نا ارمو ولایتوکې کې د امنیتي اندېښنو له کبله ګڼ خلک نه دي توانیدلي چې د رای ورکونې مرکزونو ته ورشياو خپلې رایې وکاروي. په دې سېمو کې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون هم د نشت برابر ښودل شوی دی .

تخنیکي ستونزې:

نېږدې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې په انتخاباتي مرکزونو کې هغې وسیلو سم کار نه کاوه چې د رای ورکونکیو کارتونه يې سورې کول.



د انتخاباتي مرکز چارواکو ددې وسیلې پر ځای په ډېرو مرکزونو کې له قیچي څخه کار اخیست.

په ځینو سېمو کې خلکو ادعا کوله چې له ګوتو یې رنګونه پاکېږي چې دا ستونزه بیا هومره عامه نه وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشرعزیزالله لودین د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ومنله چې یو شمیر تخنیکي وسایل یې سم کار نه ورکوي چې دوی یې پر ځای له قیچي څخه کار اخلي.

د رنګ د پاکېدو په اړه يې وویل چې دا ستونزه عامه نه ده او که یوه نیمه پېښه یې لېدل شوې هم وي ښايي هغو کسانو پرې کیماوي مواد موښلې وي.

ښاغلي لودین وویل په ځینو ولایتونو کې چې یو شمیر انتخاباتي مرکزونه د امنیتي ستونزو له کبله بند شوی باید د بیا پرانیستلو لپاره یې امنیتي ادارې هلې ځلې وکړي .

ښاغلی لودین زیاته کړه ، د انتخاباتو بهیر ښه پر مخ تللی او په کې راپورته شوې ستونزې هومره نه دي چې د انتخاباتو شفافیت دې تر پوښتنې لاندې راولي .

تاسو په انتخاباتو کې څه ستونزې او ښیګڼې وکتلې؟ موږ ته یې ولېکﺉ.

XS
SM
MD
LG