د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

د انتخاباتو په ورځ ۱۳۵ پېښې شوې دي


یو افغانه میرمن چې له امنیتي اندېښنو سره سره يې په هرات کې خپله رایه کارولې ده.
یو افغانه میرمن چې له امنیتي اندېښنو سره سره يې په هرات کې خپله رایه کارولې ده.

د افغانستان د دفاع او كورنيو چارو وزيرانو د ملي امنيت له ریيس سره يوځاى د انتخاباتي امنيتي راپور وړاندې كړ.

په دې راپور كې په هېواد كې د تروريستي پېښو يادونه شوې، خو ويل شوي چې خلكو له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره سره په انتخاباتو كې ګډون وكړ.

د افغانستان امنيتي چارواكي وايي تېره پنج شنبه، يعنې د انتخاباتو په ورځ زياتې امنيتي پېښې شوي چې ملكيان، پوليس او د ملي اردو
په لوګر کې امریکايي ځواکونه د طالبانو د توغندیو ځواب ورکوي
سرتېري په كې وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ چې د كورنيو چارو له وزير او د ملي امنيت له رئيس سره يې يوځاى په يوه غونډه كې خبريالانو ته معلومات وركول، وويل د دولت دښمنانو پلان درلود زياتې حملې وكړي:
ږغ
”د سولې او امن دښمنانو له لومړنيو شېبو ډېره هڅه وكړه چې د دې پروسې په وړاندې خنډونه ايجاد كړي، په دې ورځ له بده مرغه د ملي اردو اته سرتېري ووژل شول او پنځه ويشت نور ټپيان شول، په مجموعي ډول په افغانستان كې په دې ورځ ۱۳۵پېښې شوې دي“
د ښاغلي وردګ په خبره، په دې بهير كې د ټول افغانستان په كچه درې ځان وژونكي بريدونه او په لسګونو بمي حملې، وسلوال او د توغنديو بريدونه شوي دي.
نوموړي زياته كړه د شپږو ځان وژونكو بريدونو او نهه ويشتو چاودنو مخنيوى هم شوى دى.
د افغانستان د كورنيو چارو وزير بيا د ملي پوليسو هڅې وستايلې او ويې ويل د انتخاباتو د امن لپاره يې ډېرې هڅې كړې دي. محمد حنيف اتمر وروستي انتخابات له برياليتوب ډك اقدام وباله، خو ويې ويل دې بريا قرباني هم درلوده:
دغه برياليتوب قرباني هم درلوده، په لومړي ګام كې مو خلكو قرباني وركړه، نهه تنه هېوادوال مو ووژل شول، ۱۳ نور ټپيان شول، د هېوادوالو تر څنګ ۹ پوليس هم ووژل شول او د پوليسو ۱۴ همكاران ټپيان شول“

د افغانستان د ملي امنيت رئيس بيا وويل چې زيات وسلوال بريدونه له افغانستان څخه دباندې تنظيم شوي وو، خو د هغه په خبره تروريستانو ونه كړاى شول خپل پراخ پلان عملي كړي.
افغان او نړيوالو ځواكونو له څو مياشتو راهيسې د انتخاباتو پر امنيتي پلان كار كاوه چې وكړاى شي د راى وركولو د څه كم اووه زره مركزونو او انتخاباتي ساحو امن ټينګ كړي چې د ټولو دغو ځواكونو شمېر درې لكو ته رسېده.
كه څه هم افغان امنيتي چارواكو د انتخاباتو په ورځ د خپلو لاسته راوړنو يادونه كوي، خو وسلوال طالبان هم غلي نه دي ناست، دوى ادعا كړې ده چې د افغانستان په ځينو جنوبي، شمالي او ختيځو ولايتونو كې يې د زياتو خلكو مخنيوى كړى او د انتخاباتو پروسه يې ګډه وډه كړې. طالبانو ويلي دي چې په زياتو سيمو كې يې بمي حملې هم كړې دي.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ورکړل شویو رایو شمیر ل پیل شوې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي دا ور به د رای ورکونې په مرکزونو کې رایې شمارل کېږي.
XS
SM
MD
LG