د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې د ولسمشر کرزي میرمن زینت کرزی نن د استقلال په لېسه کې خپله رایه وکاروله .
تر دې مخکې ولسمشر کرزي هم د راې ورکولو وروسته له ټولو افغانانو غوښتي وو، چې پرته له کوم ډاره په انتخاباتو کې پراخه برخه واخلي او د خپل هیواد د راتلونکې په ټاکلو کې خپل رول ولوبوي.
په ورته توګه راپورونه وايي چې د یو بل کاندید عبدالله عبدالله میرمنې هم نن په کابل کې خپله رایه کارولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ا فغانستان له بېلابېلو سېمو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي ، په ننیو انتخاباتو کې د ښځو ګډون هم د سړیو هم او هم په پخوانیو انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په مقایسه کم دی .
ویل کېږي په ځینو سېمو کې سړیو ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې د رای ورکونې مرکزونو ته ورشي خو په ځینو سېمو کې امنیتي ستونزې ددې سبب شوي چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون کم شي.
د کابل په شمول له ځینو ولایتونو څخه د ناکراریو راپورونه هم ورکړل شوې دي، په حینو ځایونو کې د رای ورکونې مرکزونو ته نېږدې ډزې شوي او ځینې ځایونو کې خلک ویرول شوې دي .
د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع د وزارت ویندویانو خبریالانو ته ویلي چې د انتخاباتو په اوږدو کې وړې وړې امنیتي ستونزې رامنځ شوې خو سترې امنیتي ستونزې نه شته او خلک په ډاډه زړه کولای شي د رای ورکونې مرکزونو ته ورشي او خپلې رایې وکاروي .
وروستي راپورونه وايي چې اوس په بېلابېلو سېمو کې په رای ورکونه کې د خلکو ګډون په زیاتېدو دی او ډلې ډلې د انتخاباتي مرکزونو په لور روان دي .
د انتخاباتو د کمیسون چارواکي هېلمن دي چې د ورځې په پاتې برخه کې به هغه ښځې چې د رای ورکولو کارتونه لري او تر اوسه یې رای نه دي ورکړې ، له خپلو کورونو د رای ورکونې نېږدې مرکزونو ته ورشي او خپلې رایې به وکاروي.