د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۲

لویدیځې رسنۍ د انتخاباتو په اړه څه وايي؟


لویدیځو اژانسونو د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر انتخاباتو رپوټونه خپاره کړي دي، د څو اژانسونو پر رپوټونه ځغلنده نظر

رویټرز اژانس د نن سهار د انتخاباتو د لومړي وخت رپوټ له کابله خپور کړی دی او لیکي چې دوکانونه تړلي دي، هر لور ته پولیس لیدل کیږي.

فرانس پریس اژانس هم پر امنیتي تدابیرو له کابله رپوټ ورکړی دی او څرګندوي چې د کابل په مختلفو سیمو کې همداراز د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د رایي ورکولو په ګڼو مرکزونو کې په لسګونو کسان ترسترګو کیږي او رایي ورکوي خو فرانس پریس زیاتوي چې په جنوبي ولایتونو کې داسې ښکاري چې ډیرو خلکو تر اوسه په انتخاباتو کې برخه نه ده اخیستې.

بل لورته اسوشیتد پریس اژانس وایي، د افغانستان په جنوب کې رایي ورکول مهم دي او د افغانستان د انتخاباتو بریالیتوب په انتخاباتو کې د جنوب د سیمو له ګډون سره ارتباط لري. اسوشیتد پریس اژانس بیا څرګندوي ، سره له دې چې د امنیت په برخه کې ویره شته خو افغانان بیا هم د رای ورکولو مرکزونو ته روان دي او رایي ورکوي.

دغه اژانس په یوه بل تحلیلي رپوټ کې لیکي چې روان انتخابات به د افغانستان اته کلنه شخړه پای ته ونه رسوي، داسې به نه شي چې امنیت تامین شي او امریکایي عسکر خپلو کورونو ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG