د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۰

امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو غور کوي


د امریکا متحد ایالات غواړي په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لور ته توجه زیاته کړي.

د امریکا متحد ایالات هڅه کوي چې په افغانستان کې محارب پوځیان زیات کړي. د فرانس پریس اژانس په وینا دا پریکړه وروسته تر هغه وشوه چې ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړ چې دا جګړه به ژر پای ته ونه رسیږي او بل لور ته په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو تر انتخاباتو مخکې چاودنې ډيرې شوې او جګړې پراخې شوې.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سټینلي مککریسټال په وینا څرګنده کړې ده چې جنرال مککرسټال غواړي چې په ملکي چارو کې د پوځ یو شمیر کارونه ودروي او د دې پرځای محارب پوځیان غښتلي کړي.

یوه امریکایي پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي فرانس پریس اژانس ته د سه شنبه په ورځ وویل، دا نظریه د دې لپاره مطرح شوې ده چې په پوځي ډګر کې د عسکرو موثریت ډير شي او د غیر پوځي ماموریت د هڅو له لږیدو سره به د جګړې برخه درنه شي.

داسې اوازې خپرې شوې دي چې جنرال سټینلي مککرسټال به له ولسمشر اوباما څخه د نورو عسکرو غوښتنه وکړي خو د بارک اوباما د ګوند دننه د افغانستان له جګړې سره ځیني ډیر موافق نه دي. په خپله بارک اوباما د دوشنبه په ورځ په افغانستان کې د مشکوکو ترورستانو پرضد د جګړې پر اهیمت ټینګار وکړ خو خبرداری یې ورکړ چې سخته لاره مو په مخکې ده، ده وویل چې دا جګړه د یوې شپې خبره نه ده چې ختمه شي.
XS
SM
MD
LG