د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

په ازادۍ راډیو کې د کار کولو موقع


ازادي راډیو یا دازادې اروپا راډیود نړۍ په نژدې دېرشو ژبوخپرونې کوي .ازادي راډیو/دازادې اروپا راډیو یوه غیرانتفاعي موسسه ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولس د استازو یعنې کانګریس له لوري یې مالي ملاتړ کېږي .

د دې راډیو ،چې هره ورځ یې خپرونې د نړۍ څه باندې دېرش ملیونه خلک اوري، اصلي مرکز په واشنګټن کې دی خو خپرونې یې د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې تنظیمېږي .دا راډیو د کابل په شموال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې نولس لوی دفترونه لري .

دا راډیود افغانستان اوپاکستان د پولو د دواړو غاړو د اوسېدونکولپاره په پراګ کې د خپلوپښتوخپرونو د پراختیا لپاره داسې تکړه اومجربو ژورنالیستانوته اړتیا لري چې دا ځانګړتیاوې ولري :

» په پښتو ژبه پوره تسلط ولري .
» په انګلیسي منابعو باندې د پوهېدلو په لوړه سویه وپوهېږي او پرې خبرې وکړای شي .
» د افغانستان اوشاوخوا سیمې د سیاسي ، اقتصادي اوټولنیزو مسایلوپه باره کې پوره معلومات ولري دغه راز د نړیوالوچارو په باب د پراخو عمومي معلوماتو خاوند وي اوپه دې برخه کې تحلیل اولیکنه وکړای شي .
» په ژورنالیزم،نړیوالو روابطو اویا نورو مربوطوڅانګو کې له پوهنتون څخه د لیسانس سند ولري اویا هم په دغوبرخو کې دعملي تجربې خاوند وي .
» که په ژورنالیستي چارو کې لږترلږه څلورکاله تجربه ولري ،ترجیح ورکول کېږي .
» له ژورنالیستي اصولوسره کلک ژمن وي اوپوره بې طرفي وساتلی شي .
» د نړۍ له بېلابېلو کلتورونواوملتونوسره د ګډ کار اوهمکارۍ وړتیا ولري .
» د راډیويي کارتجربه ولري اوپه تخنیکي چارو کې وارد وي خوضروري نه ده .
» د دري په شان د افغانستان پر نورو ژبوپوهېدل او لوستل د کاندید لپاره مثبت ټکی ګڼل کېږي .

په پاسنیو شرایطو برابرو ژورنالیستانوته ښه معاش ،د کورکرایه، پراګ ته د انتقال مصرف او روغتیايي بېمه ورکول کېږي .

لطفاً ازادۍ راډیو ته په لاندینۍ پته مفصله سي وي او دوه کاورلیټرونه(cover letter)راولېږئ چې په ترڅ کې یې څرګنده شوې وي چې ولې تاسو فکرکوئ چې زموږ له لوري په غوښتل شویو شرایطو برابر یاست .د خپل اوسني معاش په اړه هم راته ولیکئ .لطفاً په خپل غوښتنلیک( application ) کې دا نمبر مه هېروئ (BAF0901)
jobs@rferl.org
XS
SM
MD
LG