د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۹

د ننګرهار د ځينو ولسواليو خلكو له حامدكرزي او ډاكټر عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان كړ

د ننګرهار د ګوشتي، كامي او لعل پوري د ولسواليو په زرګونو خلكو د يوې غونډې په ترڅ كې تېره ورځ ژمنه وكړه چې په راتلونكو انتخاباتو كې به حامد كرزي ته رايه وركوي.

د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ په ننګرهار كې په سلګونو ښځو بيا د يوې غونډې په ترڅ كې د جمهوري رياست د يوه بل كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ څرګند كړ.

د ازادي راډيو خبريال دغه راز زياتوي چې ښايي نن به هم په ننګرهار كې د دريو ولسواليو كوټ، بټي كوټ او مومندرې په زرګونو اوسيدونكي د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې له حامد كرزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړي.
XS
SM
MD
LG