د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۴

د انتخاباتي كمپاېن انعکاس په چاپي خپرونو كې

Afghanistan -- Afghan Press, 2009
Afghanistan -- Afghan Press, 2009

په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پیلېدو سره سم چاپي رسنيو ته په خاص ډول ورځپاڼو هم د كانديدانو مربوط مطالب او نظرونه خپرول پيل كړل.

په كابل كې چې هر سهار ورځپاڼې ليدل كيږي نو هرومرو د جمهوري رياست د يوه يا څو تنو كانديدانو تصويرونه، نظرونه او د هغوى راتلونكي كاري پلانونه په كې تر سترگو كيږي، خو ځينې كسان په دې باوردي چې يوشمير چاپي خپرونې په ځانګړي توګه ورځپاڼې د مشخصو كانديدانو په ګټه مطالب خپروي او د ژورناليزم اصول په پام كې نه نيسي.

د هېواد د دولتي ورځپاڼې مسوول مدير نجيب الله شينواري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې ډېر شمېر ورځپاڼې د جمهوري رياست د ځينوكانديدانو په ضد منفي تبليغات كوي او خلكو ته لكه څنګه چې لازمه ده د انتخاباتو په اړه معلومات نه وړاندې كوي:
"په چاپي رسنېو كې دوه منفي حركتونه ترسترګو كيږي ېو هغه حركت دې چې د خلكو روحېه كمزورې كوي،ناهېلي او بې باوري رامنځ ته كوي،د ځينو كانديدانو ترمنځ د ټكر روحېه رامنځ ته كوي.

رسنېو لكه څنګه چې لازمه ده د انتخاباتو په اړه خپل ملي او مسلكي رسالت په ښه توګه نده ترسره كړاې د معلوماتو رسول د رسنېو مسولېت دې"
په افغانستان كې دا مهال لسګونه دولتي اوغيردولتي چاپي خپرونې په خاص ډول ورځپاڼې فعاليت كوي، يوازې په كابل كې ديارلس ورځپاڼې چې څلور يې دولتي او نهه يې خصوصي دي چاپيږي چې درې يې په انګليسي ژبه نشرات لري.

خوځينې ژورنالستان وايي چې دولتي چاپي خپرونې ډېر د جمهور رييس كرزي په ګټه فعاليت كوي او زيات شميرخصوصي ورځپاڼې سياسي ګوندونو او مشخصو كسانو پورې مربوط دي او د انتخاباتي مبارزو په لړكې مشخصو كانديدانو ته كمپاين كوي.

د ارادې د خصوصي ورځپاڼې موسس حاجي سيد داود چاپي خپرونې په دريو برخو ويشي:
"په افغانستان كې چاپي خپرونې په درې برخو باندې وېشو ېوډله د كانديدانو پورې ارتباط لري، د دولتي چاپي خپرونې دي په دوي كې هم توازن د كاندېدانو په هكله نده نيول شوې او درېمه ډله اعلانونه اخلي د پېسو په مقابل كې"
چاپي رسنۍ كه ورځپاڼې دي كه اونيزې، كه مجلې دي او كه مياشتنۍ او نورې خپرونې بايد د ژورناليزم اصولو ته درناوى وكړي او د ملي ګټو په پام كې نيولو سره د ټولو كانديدانو انتخاباتي مبارزې په متوازن ډول تر پوښښ لاندې ونيسي.

په عين حال كې د چاپي خپرونو لوستونكي وايي چې دوى انتخاباتي مبارزو په ترڅ كې ورځپاڼې ډېر لولي خو دوى څرګندوي چې په ورځپاڼوكې د ځينو كانديدانو په ګټه ډير مطالب خپريږي:
"چاپي رسني ترېوحده پورې معلومات وركړې خو ېو مشكل د خلكو ده چې سواد نلري بعضي رسنې د خپل د تنظيم په نفع كار كوي دوي باېد بې طرفه وي."

د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي كمپاين له پيلدو سره سم د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په چوكاټ كې د رسنيو كميسيون هم په فعاليت پيل كړى چې د انتخاباتي مبارزې په ترڅ كې د دولتي او خصوصي رسنيو نشرات څاري.

دې كميسيون څو ورځې وړاندې وويل چې دوى د ټولو رسنيو خپرونې څاري او كه چېرې په كومې رسنۍ جرم ثابت شي نو مسوولين به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفى كړي.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د روان كال د زمري يا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه ترسره كيږي او كانديدان كولاى شي چې د غونډو ترڅنګ د همدې مياشتې ترشپږ ويشتمې پورې د چاپي، صوتي او تصويري رسنيو له لارې هم خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام وركړي.
XS
SM
MD
LG