د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په كابل كې د امريكا سفير د ډاكټر عبدالله عبدالله سره وكتل


ډاکټر عبدالله د ایکن بیري سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې کرزی دې ورسره یوې مستقېمې مناظرې ته حاضر شي.
ډاکټر عبدالله د ایکن بیري سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې کرزی دې ورسره یوې مستقېمې مناظرې ته حاضر شي.

په كابل كي د امريكا سفير وايي چه د جمهوري رياست له كانديدانو سره يي ليده كاته د افغانستان ، امريكا او د نړيوالي ټولني لپاره ګټور دي.

ايكن بيري چه د جمهوري رياست له كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله سره يي په يوي ګډي خبري غونډه كي د يكشنبي په ورځ خبري كولي وويل

" ټاكل شوې ده چه د متحده ايالاتو د حكومت او كانګرس يو شمير غړي به په دي ورځو كي افغانستان ته راشي او د جمهوري رياست له كانديدانو سره به خبري وكړي.
دغه راز ملي بحثونه نه يوازي د افغانستان په ګټه دي بلكې د امريكا او د نړيوالي ټولني ملي گټو ته هم گټه رسوي .
افغانستان ، امريكا او نړيواله ټولنه دري واړه له يو شمير گډو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په ګډه به يي پرضد مبارزه كوي ، امريكا ليواله ده چه د افغانستان د راتلونكي مشر په اړه كه هرڅوك وي معلومات ولري"

ډاكټر عبدالله د امريكا له سفیرڅخه په مننه وويل چه له هركانديد سره د امريكا د سفير له ليدو كتو جوتيږي چه امريكا په افغانستان كي يوازې له يوه كانديد څخه ملاتړ نه كوي .

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې كي له حامد كرزي څخه وغوښتل چه په يو مناظره كې دې ورسره مستقيما برخه واخلي.
ډاکتر عبدالله وايي له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر له لېدنې جوتېږي چې امریکا په افغانستان کې د هېڅ یو کاندید ملاتړ نه کوي.


ښاغلى عبدالله وايي:

" زه د افغانستان جمهور ريس حامد كرزي ته يو چيلنچ هم لرم ، او هغه دادی چې ورڅخه غواړم په يوه مخامخ بحث كې راسره حاضر شي ، او په دي اړه معلومات وركړي چې دده په وخت كې خو افغانستان يو بد لورې ته وكوچيد اوس ددغه بد لوري څخه و بيرته مثبت لوري ته د افغانستان د وتلو لپاره كوم پروګرامونه لري؟"

تر دې مخكې د جمهوري رياست يو تن بل مطرح كانديد ډاكټر اشرف غني احمدزي هم له حامد كرزي څخه د ورته مستقيمي مناظري غوښتنه كړې وه خو ښاغلي كرزي تر دي دمه په دي اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د امريكا سفير له ډاكټر اشرف غني احمدزي سره د شنبي په ورځ په لیدنه كي ويلي وه چې د جمهوري رياست له كانديدانو سره په ليدنه كتنه كي كوښښ كوي ، هغوي ته د امريكا د جمهور ريس دا پيغام ورسوي چې امريكا له هيڅ كانديد څخه په ځانګړي توګه ملاتړ نه كوي.

په كابل كي د امريكا سفير په داسي حال كي د جمهوري رياست له هر يوه كانديد سره ليده كاته كوي چه ګونګسي وايي امريكا له دغو كانديدانو څخه يوازي د يوه ملاتړ له زړه كوي خو د سپيني ماڼي چارواكي دغه راپورونه په كلكه ردوي.
XS
SM
MD
LG