دوی وايي دغه پلان په سلو كې ۸۰ عملي شوى او هدف دا دى چې په انتخاباتو كې خلكو ته خوندي چاپېريال برابر شي.
د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر چې د يكشنبې په ورځ يې په كابل كې خبريالانو ته معلومات وركول وويل، د راروانو انتخاباتو د امن لپاره يې نوي پلانونه طرحه كړي او د راى وركولو د ۷۰۰۰ مركزونو د خونديتوب په مقصد يو عملي او امنيتي پلان ترتيب شوى چې د افغان امنيتي ارګانونو ترڅنګ ايساف ځواكونه هم د دې پلان په عملي كولو كې ونډه لري:
”دغه پلان زموږ د همكاريو ستراتيژيك چوكاټ تضمينوي، چې انتخاباتو ته يو خوندي چاپېريال برابر كړو، د دې چوكاټ دويمه مرحله پيل شوې، چې هغه په عملي او تاكتيكي ډګر كې د دې ستراتيژيك پلان عملي كول دي، موږ تصميم نيولى هرې سيمې ته به ټاكل شوي كسان توظيف شي، پوليس، ملي اردو او ملي امنيت به د هغې سيمې خطرات وارزوي او هلته به ځواكونه ځاى پر ځاى شي، د هر ولايت او هرې سيمې لپاره بايد پلان طرحه شي، د دغو اووه زره مركزونو لپاره دغه پلان په سلو كې اتيا عملي شوى دى“
د كورنيو چارو وزير د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له كانديدانو وغوښتل، كه دوى په كابل يا نورو ولايتونو كې كمپاين كوي، مخكې له مخكې دې پوليس خبر كړي، چې د نظم او امن په تامين كې ورسره مرسته وكړي.
د كورنيو چارو وزير ومنله چې د ټول افغانستان په سطحه يوولس ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په ولكه كې دي، نوموړي وويل په ۱۲۴ ولسواليو كې په لوړه كچه او په ۴۰ نورو ولسواليو كې په ټيټه كچه تهديدات موجود دي، چې وزير وويل دا ورته د اندېښنې وړ موضوع ده او دوى په دې اړه فكر كوي چې د دغو ولسواليو خلك څنګه په انتخاباتو كې ګډون وكړي.
محمد حنيف اتمر وويل د دغو ولسواليو د برخليك په اړه يې يو پلان طرحه كړى، خو نوموړي په دې اړه د زياتو جزئياتو له وركړې ډډه وكړه:
”هغه پلان چې موږ طرحه كړى، جزیيات يې له بده مرغه دلته نه شم افشا كولاى، پر يوه هدف كار كوو، چې هغه د افغانستان د ملي حاكميت ټينګول او انتخاباتو لپاره د خوندي چاپېريال بربراول دي، د نظر د خاوندانو او خلكو اندېښنې پر ځاى دي، موږ له داسې دښمن سره مخ يو، چې اصول نه مني“
تر دې مخكې هم د كورنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت او ايساف ځواكونو ويلي ول چې د انتخاباتو او كمپاين پر مهال د كانديدانو د امن لپاره يې خپل فعاليتونه ګړندي كړي دي.

په ۱۲۴ ولسواليو كې په لوړه كچه او په ۴۰ نورو ولسواليو كې په ټيټه كچه تهديدات موجود دي
حنیف اتمر