د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

د کاندیدانو له وروستي لېست څخه یو ایستل شوي کاندید اعتراض لري

د لوګر د ولايتي شورا دغه كانديد چې غلام يحيى حسين خيل نوميږي او په لشكرمشهوردى وايي د انتخاباتو شكايتونو د اورېدو كميسيون ده ته د ده په وړاندې د شوو اعتراضونو خبرنه دى وركړى او د ده نوم يې د كانديدانو له لېسټ څخه غورځولی دی.


نوموړی وايي چې دانتخاباتي شكايتونو د اورېدو د كميسيون په دې پرېكړه قناعت نه لري او د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وكړي:

"زموږ پوښتنه دې مربوطه ارګانونه وكړي، موږ پرې قناعت نه لرو، شخصا زما په ارتباط يې جنايت كړى دى په هغوى باندې زه عارض كېږم.

زه به تاسو ته تحريري او صوتي اسناد وړاندې كړم، چې زما نه تقاضاوې شوي. ما د چا نا مشروع غوښتنې نه دي منلي. ولې متاسفانه موږ ته هېڅ داسې خبر نه دى راكړل شوى، چې له ځان نه دفاع وكړو."

ښاغلي حسين خېل څرګنده كړه چې د خپلې بې ګناهۍ اسناد يې يوناما، د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون، د عادلانه انتخاباتو ډلې او دغه راز ځينو نورو مدني ارګانونو ته سپارلي ترڅو هغوى پرې خبرشي.

د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانود اوو پنځوسو تنو كانديدانو نومونه د دوى په اړه د بېلابېلو اعتراضونو له کبله د كانديدانو له وروستي لیسټ څخه لرې كړي.
دا کمیسون وايي چې ددې کسانو په ضد ورته پر ځای تو موجه شکایتونه سپارل شوي . نو ځکه يې نومونه له لېست څخه وغورځول شول.

د انتخاباتو د شكايتونو د ورېدو د كميسيون غړى مولوي مصطفى باركزى وايي چې د لوګر د ولايتي شورا د كانديد غلام يحيى حسين خيل نوم دوى د ډاياګ د پروګرام د راپور پراساس د كانديدانو له ليسټ څخه لرې كړى دى:

"په دې اړه مو څو وراې سره تماسونه ونيول، د دغه خلكو د څرنګوالي په اړه مو له ستانکزي سره جلسات لرل، وروسته له پوره معلوماتو موږ خپل تصميم ونيو.

كوم معياد چې كميسون ځان ته ټاكلى دى، ټولو ارګانونو ورسره همكاري كړې، ګمان نه كوم چې دوى سره كوم مشكل ولري."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په راتلونكو انتخاباتو كې درې څلويښت تنه جمهوري رياست او څه باندې درې زره نور ولايتي شوراګانو ته كانديد وو.

خو د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون ته د خلكو له خوا د اعتراضونو له امله دوه د جمهوري رياست كانديدان، د جمهوري رياست د يوه كانديد مرستيال او د لوګر د ولايتي شورا د كانديد ښاغلي لشكر په ګډون څلورپنځوس تنه د ولايتي شوراګانوكانديدان له لیسټ څخه وغورځول شول.
XS
SM
MD
LG