د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

كانديدان د خپل امنيت په اړه انديښنه لري

د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو د انتخاباتي كمپاينونو په رانژدې كيدلو سره كانديدانو ته دا انديښنه پيدا شوې چې نا سم امنيتي وضيعت به د دوى كمپاينونه له خنډ سره مخ كړي .

دغه كانديدان په دې برخه كې انديښنه لري وايي چې پكار ده د اړوندو ارګانونو له خوا لازم امنيتي اقدمات تر سره شي .

دغه شان د ولايتي شوراګانو يو شمير كانديدانو سره هم دا انديښنه موجوده ده او له امنيتي ارګانونو څخه يې غوښتنه كړې چې د انتخاباتو د پروسې د امنيت ساتلو په برخې ته دې پوره پام واړوي .

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي چې د دوى د انتخاباتي كماپينونو پر مهال د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د كانديدانو او په ټولنه كې د راتلونكو انتخاباتو د پروسې د امنيت لپاره يې لازم امنيتي تدابير نيولي دي .

د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د يكشنبې په ورځ په كابل كې په يوې خبري غونډې كې وويل:
" د ولسمشرۍ د كانديدانو لپاره هر يو ته شل كسه پوليس وركول كيږي چې لا تر اوسه ۱۲ كسو ته ساتونكي پوليس وركړل شوي دي، مونږ د فرانسې په مرسته په دې برخه كې پينځه سوه پوليس روزلي دي ، او د ولايتي شوراګانو د كانديدانو لپاره سيميز پوليس د امنيت لپاره موظف شوي دي . "

ټاكل شوې ده چې د افغانستان د راتتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره انتخابات د زمري د مياشتې په ۲۹ نيټه جوړ شي، خو د انتخاباتو لپاره د كمپاينونو وخت د غبرګولي له شپږويشتمې نيټې څخه د د زمري د مياشتې تر شپږ ويشتمې نيټې پورې يعنې دوه مياشتې ټاكل شوى دى .

د افغانستان د ولسمشرۍ په سږنيو انتخاباتو كې به ۴۱ كانديدان د راتلونكې ولسمشرۍ د كرسۍ د خپلولو لپاره په خپلو كې سره انتخاباتي مبارزې وكړي .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG