ښاغلي کرزي له افغان میرمنو وغوښتل چې ملي يووالي ، اودهيواد دسولى اوپرمختګ لپاره دې خپل اولادونه وهڅوي چې په راتلونكوانتخاباتوكې فعاله برخه واخلي :
ښاغلي كرزي په دې هكله وويل :
"په دي ورځوكې چي دانتخاباتوپه لور ځو، له ميندوڅخه مې هيله ده چې خپل اولادنه وهڅوي چي كارت واخلي اوپه خپله خوښه او ازاده توګه خپل ولسمشرته رايه وركړي. "
افغان چارواكي وايي ، په وروستيو اته كلونو كي د افغان ښځو ښځو په ژوندكى مثبت بدلونونه راغلي ، اوپه سياسي ، فرهنګي ، اواقتصادي چاروكي یې دپام وړ پرمختګونه کړي دي .
دافغانستان دښځوچارو وزيرې حسن بانوغضنفر وويل :
"بېوزلوښځوسره دمرستى په خاطربايد يووجهي صندق جوړشي . څو ددوي دبې كورۍ ستونزى اوارې شي ، همدارنګه دنومياليو ښځو په نومونو، په كومو ښځوچې افغانستان وياړي بايد ځينى ښوونځي ، لاري اوواټونه ونومول شي."
دغونډى ګډون والو ځينوميرمنو، ددوى په هكله ددولت پروګرامونه پوره ، نه ګڼل اوويل يي چي اوس هم په هيوادكې دښځوحقونه ترپښولاندې كيږي . يوې ميرمني دازادۍ راډيوته وويل :
" داخبره نمايشي ده ، ددې لپاره چې خلك رايې وركړي ، داخبرى كوي ، حال داچې په ډيروبرخو كې ددوى حقونه نه وركول كيږي ، بايد پاملرنه ورته وشي."
ددى هيوادښځې وايي ، سره له دى چې دولت ښځو ته دخدمت خبرې كوي خو اوس هم په پوهنې ، روغتيااونوروټولنيزوچارو كې دوی ته پوره برخه نه ده وركړل شوې ، اوپه مسلسله توګه دنارينه و ، دزورزياتي ښكارګرځي .