د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د افغانستان په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې- شنبې د غبرګولي ۹ نېټه


د ایرو ایشیا ویو خپرونه وايي، په افغانستان کې هوايي بمبارۍ د کابل او واشینګټن ترمنځ د ستونزو سبب شوې دي.
د ایرو ایشیا ویو خپرونه وايي، په افغانستان کې هوايي بمبارۍ د کابل او واشینګټن ترمنځ د ستونزو سبب شوې دي.

د ایرو ایشیا ویو خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې، ملکي مرګ ژوبله د کابل او واشنګټن تر منځ د اختلاف موضوع تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې وايي: که څه هم چې امریکايي ځواکونه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هڅې کوي خو بیا هم دا مسله د افغان دولت او امریکا ترمنځ د اختلافاتو سبب شوی ده.


ایرو ایشیا ویو خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې، ملکي مرګ ژوبله د کابل او واشنګټن تر منځ د اختلاف موضوع تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې وايي: که څه هم چې امریکايي ځواکونه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هڅې کوي خو بیا هم دا مسله د افغان دولت او امریکا ترمنځ د اختلافاتو سبب شوی ده.

افغان مقامات وايي د امریکايي ځواکونو قومندانان باید د عملیاتو خپل تکتیک او لومړيتوبونه بدل کړي چې د عامو خلکو د تلفاتو مخه ونیول شي.

خو د خپرونې په وینا امریکايي ځواکونه بیا ټینګار کوي چې طالبان د ملکیانو د مړیني سبب کېږي ځکه دوی ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي او د هغوی ژوند ته درناوی نه کوي.


ایرو ایشیا ویو خپرونه زیاتوي :

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ کې د لس ګونو ملکي وګړو له مرګ ژوبلې وروسته اوس یوه بله شخړه پیدا شوی ده.

د خپرونې په وینا افغان چارواکي وايي چې د بالابلوک په پېښه کې د ملکیانو د مړیني شمیر شاوخوا سلو تنو ته رسیږي، په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه وايي په دې پېښه کې له شلو تر دیرشو پورې کسان وژل شوي دي.

خپرونه وايي:
اوس چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر مخ په زیاتېدو دی، دا ویره هم زیاته شوې چې په دې هیواد کې به د عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو مرګ ژوبله هم پراخه شي .

د خپرونې په وینا امریکايي ځواکونو ته اوس پکار ده چې په دې لړ کې زیات تدابیر ونیسي، که نه نو د ملکیانو د مړیني پېښې به د کابل او واشنګټن تر منځ اختلافات زیات کړي او د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې به د افغانستان د خلکو غصه لا پسې زیاته شي .

جینز اسلامیک افیرز خپرونې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د پراخوالي په اړه یوه مطلب کې لیکلي :

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راهېسي په سیمیزه او نړیواله سطحه هلې ځلې وشوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې پراخې او ټېنګې شي.

خپرونه وايي :
ټول په دې عقیده دي چې د تروریزم سره د فعالې مبارزې ،او ددواړو هیوادونو د اقتصادي او سیاسي پراختیا لپاره دا ضروري ده چې کابل او اسلام اباد په خپلو کې ټینګه همکاري ولري.

خو د جینز اسلامیک افیرز خپرونه وايي :
د افغاسنتان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ فضا ددغو هیوادونو پر کورنیو او سیمیزو ګټو منفي اغیزه کړی ده.

خپرونه په پاۍ کې لیکي: د کابل او اسلام اباد حکومتونه کمزوري دي او دواړه هیوادونه له غټو ستونزو سره مخا مخ دي.

خپرونه زیاتوي، له همدې امله د افغانستان او پاکستان د د حکومتونو د پیاوړتیا لپاره ددواړو هیوادونو ترمنځ نژدې او ټینګه همکاري ضروري ده.
XS
SM
MD
LG