د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

خبرونه

د ملت بابا اعلى حضرت محمد ظاهر شا د اکا زوى سردار محمد ولې خان په حق ورسېد.

د ملت بابا اعلى حضرت محمد ظاهر شاه د اکازوى اوزوم سردار محمد ولي خان ديوې اوږدې مودې ناروغۍ له امله په حق ورسېد . هغه نوې ډيلې ته د درملنې لپاره تللى و او څو ساعته وړاندي يې ساه ورکړه .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د څلورو کسانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو کلکو نیوکو د طالبانو غبرګون پارولی

خبرداری! ښايي دا ارشیف انځور ځینې خوابدي کړي
خبرداری! ښايي دا ارشیف انځور ځینې خوابدي کړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اعدام پر عملي کېدو ټینګار کړی.

د طالبانو سترې محکمې هم د اعدام په اړه نیوکې عجیبې او غیر منصفانه بللې.

د طالبانو حکومت د اپریل په باغیس، نیمروز او فراه کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا اعدام له انساني کرامت سره ټکر بللی.

ریچارډ بنېټ هم دا اعدامونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې اعدامونه او نورې بدني سزاوې سمدستي بندې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازادو مبارزو د لوبو ځانګړی مېلمه وو

ټرمپ او ملګري یې د یو اف سي لوبو د لیدو پر مهال
ټرمپ او ملګري یې د یو اف سي لوبو د لیدو پر مهال

د یو اف سي په نوم د ازادو مبارزو تر ټولو معتبره سازمان بېګا د امریکا په میامي ښار کې د اتلولۍ په څو کمربندونو لوبې برابرې کړې وې.

ډونالډ ټرمپ چې د یو اف سي له مشر ډانا وایټ سره کلک ملګری دی دغو لوبو ته ورغلی وو او ګڼو خلکو یې هرکلی وکړ.

په بیګانیو لوبو کې اسټرالیايي لوبغاړي الکساندر ولکنوفسکي خپل سیال ډیګو لوپیز مات کړ او اتلولۍ ته ورسېد.

انګریز پدي پمبلټ هم بل مشهوره لوبغاړی مایکل چندلر ناک اوټ کړ او اتل شو.

په بله مهمه لوبه کې هم د نیمه درانه وزن مشهوره لوبغاړي دومینیک ریس نیکیتا کریلوو ناک اوټ کړ.

اسراییلي ځواکونو نن تر لمر خاته مخکې په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون برید کړی

فلسطینیان په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ولاړ دي - د اپرېل ۱۳مې انځور.
فلسطینیان په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ولاړ دي - د اپرېل ۱۳مې انځور.

د غزې روغتیا وزارت ویلي ګڼ ناروغان وایستل شول خو یو د ودانۍ د تخلیې پر مهال مړ شو.

د اسراییلو دفاع وزیر په غزه تړانګه کې د عملیاتو د پراخولو خبرداری ورکړی.

اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د عملیاتو د پراخولو هدف د حماس ختمول او د ټولو یرغملو خلاصون دی.

حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل کېږي په عین حال کې د اوربند هوکړه د پرمختګ په حال کې بللې.

اسراییل غزه کې د عملیاتو د پراخوالي خبرداری ورکړی، له خلکو یې د تخلیې غوښتنه کړې

د اسراییل جګړه کې ویجاړه شوې غزه، ارشیف
د اسراییل جګړه کې ویجاړه شوې غزه، ارشیف

د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کتز په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراختیا خبرداری ورکړی دی.

کتز په یوه خبرپاڼه کې دغه خبرداری پرون شنبه وروسته له هغه ورکړ چې غزه کې يې پر یوه امنیتي دهلیز ولکه ټینګه کړه.

د فرانس پریس په وینا په دغې خبرپاڼه کې د غزې د خان یونس او شاوخوا سیمو له لسګونه زره اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپلې مېنې تخلیه کړي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوځل بیا د فلسطیني ډلې حماس د له منځه وړلو او د هغوی له منګولو د ټولو اسراییلي برمته شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

اسراییل دغه خبرداری داسې وخت ورکوي چې حماس وسله والې ډلې، چې امریکا او اوروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ویلي چې دوی د اوربند په هوکړه کې پرمختګ کړی دی.

د ایران د شمالي خرسان او د افغانستان د فرا ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

له نیمروزه د ایران پولې ته غځیدلی سړک، ارشیف
له نیمروزه د ایران پولې ته غځیدلی سړک، ارشیف

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهیرود په نوم سرحدي سړک د رغولو چارې به سږ کال بشپړې شي.

په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ایران یوه اقتصادي پلاوي د دغه سړک کار له نژدې کتلی دی.

یاد سړک د ایران د شمالي خراسان ولایت ماهیرود سیمه د فرا له ولایت سره نښلوي.

د ایران سفیر ویلي، د دغې لارې په جوړېدو به د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول مهاجر د یوه پلاوي په مشرۍ فرا ولایت ته تللی و او هلته یې د طالبانو له والي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.
ایران د سیمې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره غیر رسمي تعامل لري او طالبان هم ایران خپل ستراتیژیک ګاونډی بولي.

۱۳ تنه په عام محضر کې په درو ووهل شول

انځور پخوانی دی
انځور پخوانی دی

طالبانو نن دیارلس کسان د پنځو ښځو په ګډون په خوست او جوزجان کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن خبر ورکړ چې دا کسان د نامشروع اړیکو، له کور څخه د تېښتې او دې ته ورته جرمونو له مخې هر یو له پنځه دیرشو تر نهه دیرش درو وهل شوي او له دوو تر پنځو کلونو په بند محکوم شوي دي.

د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې طالبانو اووه سوه اته نوي تنه د یوسل او څلویښت ښځو په شمول په افغانستان کې په درو وهلي دي.

ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو هیوادونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي چې دا بهیر ودروي.

د امریکا او ایران خبرې پیل شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي - د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي - د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازیو نن په عمان کې په لوړه کچه خبرې پيل کړې دي.

د دې خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وار له مخه خبرداری ورکړی دی، که چیرته کومه موافقه ونه شي، نو پوځي اقدام به وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسممر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.

ټرمپ څو ساعته کلني طبي معاینات وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سپینې ماڼۍ ته یې له ستنیدو وروسته لومړي روغتیایي معاینات وکړل او ډير ښه احساس کوي.

د اته اویا کلن ټرمپ طبي معاینات د جمعې په ورځ( د اپریل ۱۱ مه) د واشنګتن په والټر ریډ طبي مرکز کې وشول، چې تمرکز یې پر زړه او ادراکي ازموینو وو.

تر معایناتو وروسته ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ده د ادارکي معاینې په وخت هر ځواب مثبت ترلاسه کړ او د ده یوازې زړه روغ نه دی، روح یې هم ارامه ده.

ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې د دې معایناتو بشپړ راپور به تمه ده چې سبا یکشنبه خپور شي.

د امریکا ولسمشران په دودیز ډول د خپلې روغتیا او سلامتیا په اړه ولس ته توضیحات ورکوي، که څه هم دوی مجبوره نه دي چې دا کار وکړي.

ریچارډ بینټ؛ مجرمینو ته علني سزا ورکول له نړیوالو قوانیو سرغړونه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو له خوا مجرمینو ته په علني ډول سزا ورکول له نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده.

بینټ پرون جمعه د (اپریل۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په علني توګه د څلور کسانو اعدام غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې د دغه ډول سزاګانو پلي کیدل ژر تر ژره ودروي.

د طالبانو حکومت پرون په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان اعدام کړل.

د اعدام شویو کسانو د هویت او جرمونو په اړه جزیات خپاره شوي نه دي.

دا څلور اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیر دی.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

ملګرو ملتونو د میانمار زلزله ځپلو لپراه د ۲۷۵میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په میانمار کې د وروستیو زلزلو له کبله زیانمنو شویو کسانو ته د ۲۷۵ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دوه اونۍ مخکې د میانمار ډیر سیمې یوې زورولې زلزلې ولړزولې.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د پنځه نیم میلیونو اړمنو کسانو سره د پلان شوې ۱،۱ میلیارد ډالرو بودیجې یوازې پنځه سلنه يې ترلاسه کړې ده.

په راپور کې وړاندې راغلي، "د اړمنو کسانو نویو او مخ په زیاتیدونکو اړتیاو ته په پام، اضافي سرچینې او عاجلې مرستې په کار دي".

د راپور په ټکو، دغه نوي غوښتل شوې مرستې چې پر یو نیم میلیون اړمنو کسانو تمرکز لري، هغوو ښځو او ماشومانو ته په کې ځانګړی پام شوی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او یا د زیږون پرمهال روغتیايي خدمتونه ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، څه باندې شپږ میلیونه کسان په زلزله ځپلو سیمو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مارچ په ۲۸مه د ریښتر په کچه ۷،۷ درجې زلزلې د میانمار ډیرې سیمې ولړزولې چې نژدې څلور زره کسان په کې ووژل شوی او په زرهاوو نور په کې ټپیان او بې سرپناه شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG