خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشرى حقونو کميټى نن پرمتحده ايالاتو غږ وکړ چې په عاجله توگه دى ټول پټ زندانونه بند کړى
ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغان ښځو د والبیال لوبډلې بنګلهدېش ته ۳ پر ۱ ماته ورکړه
د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډلې د دوشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا د ښځو د والیبال په اتلولۍ کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او په یوې مهمې ګروپي سیالۍ کې یې بنګلهدېش ته ۳ پر۱ ماتې ورکړه.
دا مسابقه د مالدیف په پلازمېنه مالې کې وشوه، هغه ښار چې د یوې اوونۍ په مخه د دې سیمهییز تورنمنټ کوربهتوب کوي.
تر دې مخکې د افغانستان لوبډلې دوې پر له پسې سیالۍ پر قرغیزستان او کوربه مالدیف بایللې وې.
د منځنۍ اسیا د ښځینه والیبال په اتلولیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، مالدیف او قرغیزستان لوبډلې ګډون لري او دا سیالۍ د ډسمبر له ۱۹مې تر ۲۵مې پورې دوام کوي. دا ټورنمنټ د سیمې د ښځینه والیبال لوبډلو لپاره د سیالۍ یو نادر فرصت بلل کېږي.
د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډله تر ډېره په تبعید کې فعالیت کوي، ځکه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونو په سپورتي او ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون مخه نیولې ده.
په یوه برید کې ۵ پاکستاني پولیس په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول
پنځه پاکستاني پولیس نن (د سېشنبې) په خیبرپښتونخوا کې د هغوی پر موټر د کمین، چاودنې او ډزو په برید کې ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سیمهییزو پولیسو په وینا، د پولیسو پر موټر لومړی په لاس د جوړې شوې چاودېدونکې وسیلې (IED) برید وشو او وروسته بریدګرو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او د موټر چلوونکی ووژل شول.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی دی.
برید د خیبرپښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې شوی؛ هغه سیمه چې تر دې مخکې تر ډېره د وسلهوالو له بریدونو خوندي بلل کېده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان او افغانستان هڅه کوي هغه نازک اوربند وساتي چې د تېر اکتوبر له سرحدي نښتو وروسته شوی و.
پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.
«د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي باید د پولیو واکسین وکړي»
«له پولیو پاک افغانستان» خبرداری ورکړی چې ټول کسان چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي، باید د پولیو پر ضد واکسین شي.
یاد بنسټ نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو واکسین باید د هر عمر کسانو ته د افغانستان د داخلېدو او وتلو پر مهال په سرحدي دروازو کې ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم دې بنسټ ټینګار کړی و چې له پاکستان څخه راستنېدونکي ماشومان باید د پولو پر ضد واکسین شي، څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
راپورونه وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته د ویروس د لېږد او د عامې روغتیا د خطرونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
افغانستان هم سږ کال د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایت کې وه. دا موضوع ښيي، سره له دې چې د واکسین پراخ کمپاینونه روان دي، خو دا ناروغي لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.
هند وايي، د افغانستان د درملو اړتیاوې د اوږدې مودې لپاره پوره کوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د روغتیا وزیر د ډیلي د سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې هند به د افغانستان د درملو اړتیاوې په اوږدمهاله ډول پوره کړي.
دغه اقدام د دې لپاره شوی، څو پر پاکستان د افغانستان د درملو د وارداتو اتکا کمه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د هند او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هندي چارواکو د بشري مرستو د دوام او له طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.
ټرمپ: دا به عاقلانه وي چې مادورو د وینزویلا له ولسمشرۍ لاس واخلي
د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ) وویل چې دا به عاقلانه وي که د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لاس واخلي، او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه کولای شي هغه تېل چې په وروستیو اوونیو کې یې د وینزویلا په ساحلونو کې نیولي، یا وساتي او یا یې وپلوري.
پر مادورو د ډونالډ ټرمپ د فشار په کمپاین کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو بېړیو څو پوځي بریدونه شامل دي چې ویل کېږي د جنوبي امریکا د دې هېواد په شاوخوا، په ارام سمندر او کارابین سمندر کې د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا هدف دا دی چې مادورو له واکه لېرې شي، هغه وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه کول غواړي. زما په اند دا به عاقلانه وي چې دا کار وکړي. خو بیا هم، موږ به وګورو.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «که هغه وغواړي کوم اقدام وکړي، که وغواړي مقاومت وکړي، نو دا به وروستی ځل وي چې مقاومت به کوي.»
ډنمارک او اروپايي ټولنې د امریکا له لوري د ګرینلنډ لپاره د استازي پر ټاکلو نیوکه وکړه
اروپايي اتحادیې او ډنمارک د امریکا له لوري ګرینلنډ لپاره د خانګړي استازي پر تاکلو انتقاد وکړ.
اد امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، د لوییزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ د چارو لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «جېف ښه پوهېږي چې ګرینلنډ زموږ د ملي امنیت لپاره څومره حیاتي ارزښت لري، او هغه به د ځواک له لارې زموږ د هېواد ګټې د خپلو متحدانو او په حقیقت کې د ټولې نړۍ د خوندیتوب، امنیت او بقا لپاره پر مخ یوسي.»
لېنډري بیا په ایکسپاڼه کې د ټرمپ مننه کړې او لیکلي دي: «دا زما لپاره ویاړ دی چې … په دې داوطلبانه دنده کې خدمت وکړم، څو ګرینلنډ د متحدو ایالتونو برخه وګرځي. دا چاره به د لوئیزیانا د والي په توګه زما پر کار هېڅ ډول اغېز ونه لري!»
د امریکا ولسمشر وايي چې ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه کورواکه سیمه ده، د خپل ستراتیژیک اهمیت او طبیعي معدني سرچینو له امله باید د متحدو ایالتونو برخه شي. لېنډري، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د والي په توګه واک ته رسېدلی، په ښکاره ډول د دې نظر ملاتړ کوي.
د ډونالډ ټرمپ دې اقدام د ډنمارک د صدراعظمې مېتې فریدریکن او د ګرینلنډ د صدراعظم ینس فریدریک نیلسن سخت غبرګون راوپاروه. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «تاسو نشئ کولی بل هېواد له ځان سره یوځای یا ضمیمه کړئ، حتا که د نړیوال امنیت دلیل هم وړاندې شي.»
دوی زیاته کړه: «ګرینلنډ د ګرینلنډ د خلکو ملکیت دی، او امریکا باید د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې وانخلي.»
د سوري ځواکونو او کردي جنګیالیو تازه نښتې
د دوشنبې په ماښام د حلب په شمالي ښار کې د سوریې د دفاع وزارت سره تړلو ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (قصد) ترمنځ نښتې پیل شوي.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه درې ملکي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي.
د سوريې دولتي خبري اژانس سانا د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي دي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې، د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ويلي چې يوه ښځه وژل شوې او ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نښتو امنيتي اندېښنې راپورته کړې او د ملکي خلکو د بې ځايه کېدو څپه يې راپارولې ده.
څه باندې ۱۴۰ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل
د جرمني حکومت لخوا تنظیم شوې چارټر الوتنې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ افغان وګړي جرمني ته ورسول.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په وينا، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند تاييد کړه چې الوتکه په هانوور کې ښکته شوه.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی ته د جرمني له خوا د پناه ژمنه ورکړل شوې وه. دوی به د جرمني په مختلفو ایالتونو مېشت کړای شي.
پاکستان د جرمني حکومت ته د دې کال تر پایه پورې وخت ورکړی چې د دې خلکو د منلو پروسه بشپړه کړي. که نه نو، چارواکو وویل، دوی به افغانستان ته واستول شي. په هرصورت، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوله اوس مهال په لویه کچه تړل شوې ده.
شاوخوا ۶۵۰ افغان اتباع چې مخکې یې د داخلې ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې وروستیو کې د جرمني فدرالي حکومت څخه وروستی منفي ځواب ترلاسه کړ؛ مګر دوی ته وړاندیز شوی و چې افغانستان یا بل کوربه هیواد ته د ستنیدو لپاره پیسې او مالي مرستې ورکوي.
افغانستان او کویټ فوټسال کې لوبه مساوي کړه
د افغانستان او کوېټ د فوټسال ملي ټیمونو تر منځ لوبه بېګا (د دوشنبي په شپه) مساوي پای ته ورسېده.
لوبه د کوېټ په کوربه توب ۳ – ۳ ختمه شوه.
د افغانستان لپاره دری ګولونه فرزاد محمودي، امید قنبري او حمید رضا حسیني وهلي.
تر دې مخکې هم یادو ټیمونو وړمه ورځ خپله لوبه ۴ – ۴ مساوي کړې وه.
دا دواړه ټیمونه د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې ګډون لري او دا لوبې هم د یادو سیالیو لپاره یو چمتووالی ګڼل کېږي.
دوه افغانان لندن کې د غلا او چل - دوکو په تور په بند محکوم شول
د لندن یوې محکمې دوه افغانان د همجنسګرایانو له کورونو د غلا په تور په بند محکوم کړل.
د انګریزي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو افغانانو محاکمه پرون شوې.
محکمې د دغو دوو افغانانو نومونه رحمت خان محمدي او محمد بلال هوتک یاد کړي.
د راپورونو له مخې دوی د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د همجنسګرایانو د ملګرتیا د یوه اپلیکشن له لارې ګڼ همجسنګرایان تېر ایستلي او د هغوی له کورونو یې مبایلونه او پیسې غلا کړي.
رحمت خان په پنځو کلونو او بلال په درې نیم کاله بند محکوم شوی.