د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د پاملرنى نړيواله موسسه د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا اويا هيوادونو کې په بيلابيلو برخو کې کار او فعاليت کوي. دغې موسسې په افغانستان کې په ١٣٤٠ هجري شمسي کال کې په کار پيل وکړ چې د جګړو په کلونو کې يي هم خپل کار او فعاليت ته دوام ورکاوه. خو د تيرى سه شنبه په ورځ په عراق کې ددغې موسسې مشره ميرمن حسن چې له ډيرو کلونو څخه يي په عراق کې د پاملرنى د موسسې سره کار کاوه برمته ونيول شوه. د نړۍ د يو شمير مشرانو په ګډون ددغې موسسې چارواکي د مارګريټ حسن د برمته نيونى په وړاندى جدي غبرګون ښي. د آزادۍ راديو په کابل کې د پاملرنى د موسسې د مشر سره د نوموړى د برمته کيدو په هکله خبرى کړي او يو رپوټ يي برابر کړى چې دلته يي اوريدى شئ٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG