د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو په وړاندى طالبانو ګواښ کړى و چې سترى حملې به ترسره کوي خو امريکايي چارواکي وايي چې په هيواد کې کلکو امنيتي تدابيرو ددغو حملو مخه نيولى او په تيره په کندهار او ارزګان کې چې د امريکا په مشرى نړيوال ځواکونه د طالبانو د پاتى شونو او ال قاعده پسې ګرځي، دوه سترى حملې شنډى کړى دي. د انتخاباتو په ترڅ کې د طالبانو ګواښونو خلک په ټول ټاکنو کې له ګډون څخه منع نه کړل خو له انتخاباتو څخه دوه ورځې وروسته مشکوکو طالب جنګياليو په کابل باندى څو راکټي حملې ترسره کړى. د آزادۍ راديو خبريال د امريکا د پوځ د چارواکو سره د انتخاباتو په پروسه کې د ګډوډيو د مخنيوي لپاره د ائيتلافى ځواکونو او افغاني پوليسو او اردو د ګډو هلو ځلو په خبرى کړى دي او يو رپوټ يي برابر کړى چې لنډيز يي دلته اوريدى شئ٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG