د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

څو ورځې دمخه د کابل ښار په انصاري څلور لارى کې په يوه موټر کې چاودنه وشوه. پدغه چاودنه کې څو تنه مړه او يو شمير ټپيان شول. له دغې چاودنى وروسته د کورنيو چارو وزارت يوه اعلاميه خپره کړه چې د نورو ولايتونو موټر دى کابل ته نه ورداخليږي. اوس مهال د کابل پوليس او ترافيک سره يوځاى د هغو موټرو مخه نيسي کوم چې له نورو سيمو څخه کابل ته راغلي وي. د کابل پوليسو دغه ډول يو شمير موټر نيولي دي. د موټرو چلونکي پر دولتي چارواکو تور لګوي چې هغوى ورڅخه د رشوت غوښتنه کوي. خو دولتي چارواکي ددې خبرې د ردولو په څنګ کې وايي چې ددغو موټرو مخه د امنيتي تدابيرو په لړ کې نيول کيږي٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG