د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ځينى خبري سرچينې وايي چې د افغانستان حکومت د هرات له والي اسماعيل خان څخه غوښتي دي چې خپله اوسنى دنده پريږدي تر څو په هرات کې د نورو ناقراريو او تاوتريخوالى مخه ونيول شي. د رويتر خبري اژانس د يوه ديپلومات له خولى ويلي دي چې اوسني حالات د اسماعيل خان په ګټه نه دي ځکه چې دده ډير ځواکونه د هغه له دښمنانو سره يوځاى شوى دي. د جمعى په ورځ د هرات د والي سيال او د شينډنډکوماندان کوماندان امان الله خان کابل ته وروغوښتل شو. وړمه ورځ د افغانستان د انتقالي دولت وياندوى جاويد لودين د خبريالانو ددې پوښتنى په ځواب کې چې آيا د هرات والي به هم د کوماندان امانه الله په شان له هرات څخه وروبلل شي، وويل چې حکومت په پام کې لري چې د ټول هيواد په کچه پراخ بدلونونه راولي٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG