د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د مخدره توکو د قاچاق په اړوند د ملي پوليسو او وسله والو ډلو ترمنځ د رامنځ ته شوو شخړو له امله ١٣٠ تنه ملي پوليس لادرکه شوى دي. تيره ورځ چې په مزارشريف کې مخدره توکي ونيول شول د هغه د قاچاق په تړاو د بلخ د امنيه په کوماندان محمد اکرم خاکريزوال تور ولګول شو چې پدغه پيښه کې لاس لري. خو خاکريزوال دغه کار يو سياسي ادعا ګڼي. د جنرال عطامحمد مرستيال جنرال صبور وويل چې د خاکريزوال افراد د ښار څخه ګوښه کړاى شوى دي. او ويي ويل چې خاکريزوال هم اوس په کور کې دى. د آزادۍ راديو خبرياله وايي چې د کوماندان دفتر مهر لاک شوى و او کله چې د خاکريزوال کور ته لاړو نو نوموړى په پوځي يونفورم سمبال و کار ته د نه تګ سبپ يي داسې وښود چې ٧ فرقي ده ته پيغام ليږلى دى او ويلي يي دي چې يو تعداد نفر په شخصي کاليو کې چې شمير يي د دوو سوو کسو په شاوخوا کې و کومانداني محاصره کړى او ټول اسناد يي چور شوي دي او بيا دفتر مهر لاک شوى دى. هغه وايي چې د ولايتي بيارغونې ټيم پي آر ټي ورڅخه غوښتي چې نن دفتر ته لاړ نشي٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG