د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د اروپا د فټبال د جام پدې پړاو کې اته ټيمونه برخه لري چې پرتګال د انګليستان سره لوبه وکړه، سويډن به د هالند سره، فرانسه به د يونان سره او د چک جمهوريت به د دنمارک سره په راتلونکو ورځو کې لوبې وکړي. تيره شپه د انګليستان او پرتګال ټيمونه سره مخامخ شو


د اروپا د فټبال د جام د وروستني پړاو په لوبو کې د شپاړسو ټيمونو له ډلې څخه اتو ټيمونو وکړاى شول د لوبو په بهير کې پاتى شي او اته نور ټيمونه له لوبو څخه خارج شول چې د هغو په جمله کې د اسپانيي، ايټاليا، او المان هم شامل دي. د فټبال ورزش پدغو هيوادو کې ډير پرمختللى او هر يو هيواد يي په نړيواله سويه ځانته د فټبال خاص سبک او مکتب لري.
د المان د ټيم رئيس رودى فولر د خپل ټيم د ضعيفو نتيجو په خاطر د پنجشنبه په ورځ له خپل مقام څخه استعفا وکړه. نوموړي چې د ٢٠٠٦ کال پورى يي د ملى ټيم د مشر په توګه قرارداد درلود پدې اړوند په خبرى کنفرانس کې وويل چې وروسته له اوږد سوچ څخه ما تصميم ونيو چې استعفا وکړم. فولر چې ٤٤ کلن دى وايي چې زه داسې فکر کوم چې يواځې هغه څوک کولاى شي چې دغه وظيفه په راتلونکو دوو کالو کې ترسره کړي چې پوره مسلکي اعتبار واري، لکه ما چې څلور دمخه ددې وظيفې د پيل په وخت کې درلوده.
د المان د فټبال د فدراسيون رئيس ګرهارد ماير فور فلډر، د فولر د استعفى په هکله وويل چې نوموړى د لوبې څخه وروسته خپل تصميم مونږ ته اعلان کړ، مونږ د فولر په تصميم ډير خپه يو خو مونږ مجبور يو چې د نوموړي په خوښه هغه ومنو.
رابه شو د تيرى شبې لوبې ته چې د پرتګال او انګليستان د ټيمونو ترمنځ وه. ددغې لوبې جريان داسې و چې د لوبې په دريمه دقيقه کې د پرتګالي مدافع د اشتباه په نتيجه کې انګليسي مهاجم اووين لومړنى ګل وواهه او له هغه وروسته د لوبې ابتکار پرتګال په لاس کې ونيو. انګليستان تر ډيره حده دفاعي بڼه غوره کړه او يواځې کله نا کله په ناڅاپي حملو يي اکتفا کوله. پوره اتيا دقيقي پرتګاليان د مساوي ګل په لټه کې و او دغه چانس هغه وخت ميسر شو چې د پرتګال د کيپتان فيګو پر ځاى پوستيګاه لوبې ته راغې. که څه هم فيګو په خپلو وتلو خپه و خو په ٨٣ دقيقه کې پوستيګاه د يوه ښکلې ګل په وهلو سره لوبه مساوى کړه. دمخه تر دې د لوبې په لومړى نيمايي کې انګليسي ګل وهونکى روني د ټپي کيدو په وجه له لوبې څخه خارج شوى و. لوبه په رسمي وخت کې مساوى شوه او اروپا د اتحاديي د مقرراتو سره سم دواړو ټيمونو ته دوه ځلې ١٥، ١٥ دقيقې اضافي وخت ورکړل شو. په اضافي وخت کې د نوي قانون سره سم د ګولډن ګل پر ځاى سيلور ګل وهل کيږي. پدى معنى چې د ګولډن ګل په طريقه کې هر هغه ټيم چې په لومړى اضافى وخت کې لومړى ګل تر سره کړى واى بريالى بلل کيده او د لوبى دوام ته اړتيا نه وه. خو د سيلور ګل د نوى طريقى په اساس هر هغه ټيم چې په لومړيو پنځه لس دقيقو کې ګل ووهي او خپل برياليتوب د ١٥ دقيقو تر پايه وساتي د لوبې وړونکى بلل کيږي.
د لوبې په دوهمو ١٥ دقيقو اضافي وخت کې پرتګالي لوبغاړي کوستا په ١١٠ دقيقه سيلور ګل وواهه خو پرتګال ونشو کړاى چې خپله برتري تر اخيره وساتي هماغه و چې انګليسي مهاجم ليمپارد په ١١٥ دقيقه کې د مساوي ګل ترسره کړ او په اضافي وخت کې هم دواړه ټيمونه مساوي پاتى شول. د پروګرام سره سم په پنځه پنځه پينالتي وهلو پيل وشو، او لومړى چانس مشهور انګليسي فټبالر ديويد بيکهم ته ورکړل شو. نوموړي ونشو کړاى چې پينالتي ګل کړي. دا دريم ځل دى چې په مهمو لوبو کې بيکهم پينالتي نشي وهلى. ګرچه يو پرتګالي هم پينالتي ونه شوه وهلى خو په اخير کې د بل انګليسي لوبغاړي واسييل، پينالتي د پرتګال ګولکيپر وګرځوله او لوبه د پرتګال په ګټه پاى ته ورسيده. ددغې په زړه پورى لوبې په جريان کې پرتګال د انګليستان پر ګل ٤١ شوته وکړل خو انګليستان يواځى ١٥ شوته وکړل. پرتګال ١٣ کارنره او انګليستان نهه کارنره شوت کړل. انګليستان ٢٣ فوله او پرتګال ١٤ فوله ووهل او د لوبې په ټول وخت کې ٥٦ په سلو کې بال د پرتګال سره و او يواځې ٤٤ په سلو کې انګليس لوبغاړو توپ په خپل واک کې درلود. د يادونى وړ ده چې انګليستان په پينالتي وهلو کې د لوبو د بايللو ريکارد لري. د مثال په توګه انګليستان د ١٩٩٦ کال د اروپا په جام کې او همداشان د ١٩٩٨ او ١٩٩٠ او ١٩٦٦ کلونو په نړيوال جام لوبو کې د پينالتي ګولونو د نه ترسره کولو په نتيجه کې لوبې بايللي وى. د مفسرينو په وينا انګليستان په پيناتى وهلو کې طالع نه لري. نن شپه د اروپا د جام په لوبو کې فرانسه او يونان سره لوبه کوي چې جريان به يي سبا ته تاسې ته وړاندى کړو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG