د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

پداسې حال کې چې د نړۍ مشران د فرانسۍ د نورماندي په ښار کې د متحدينو له خوا د جرمني د ديکتاتور ادولف هيتلر په مشرى د نازيانو د ماتى د شپيتمې کليزۍ د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوى و، د رونالد ريګن د مړينۍ خبر چې نوموړى د سړۍ جګړۍ په وروستيو کلونو کې د امريکا د څلويښتم جمهور رئيس په حيث وظيفه درلوده، خپور شو. ريګن په افغانستان کې د شوروي د پوځ پرضد د مجاهدينو ملاتړ وکړ. د شورويانو پر ضد د افغانستان د ولس له مقاومت سره د ريګن پوځي او سياسي ملاتړ له هغه تاريخي وينا څخه څرګنديږي چې په کال ١٣٦٣ کې يي د افغانستان د نوى کال په مناسبت کړى وه.


د نړۍ په زياته برخه کې چې اوس پسرلۍ پيل کيږي، دا د نوى ژوند، نويوالي، تازګى او هيلو وخت دى. د افغانستان خلکو ته د مارچ يوويشتمه د نوى کال د جشن لرغونى ورځ او د ژوند د بقا پيل دى. دا د ژوند د بيرته تازه کيدو لپاره د خوښى د تجليل يوه ورځ ده چې د لوى خداى عنايت دى.
خو نن ورځ، د مارچ ٢١ د افغانستان د اکثريت لپاره، يواځې د جګړو، برباديو، او وژنو د بيا پيل ورځ ده.
رونالد ريګن کله چې دغه وينا کوله نو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له يرغل څخه څلور کاله تير شوي و، هغه وايي:
د څه دپاسه څلورو کالو راايسې د شوروي ځواکونو افغانستان اشغال کړى دى. له سلو زرو څخه زيات شوروى اشغالګرى قواوى اوس پدغه هيواد کې دي. د افغانستان د خلکو اکثريت د شوروي د اشغالګرو ځواکونو او د ببرک کارمل په مشرۍ د لاس پوڅى رژيم په مقابل کې مبارزه کوى. دا هغه رژيم دى چې يواځې د شوروي له خوا ساتل کيږي.
رونالد ريګڼ په ١٩٨٤ کال کې په خپله وينا کې زياته کړه:
د شوروي د تيري وروسته د مارکسستي واکمنۍ په وړاندى د افغانستان د خلکو مقاومت په بې سارى توګه په ټول هيواد کې په خپريدو دى. د افغانستان د ستونزى حل بايد د شوروي لښکرو په ويستلو سره پيل شي. کچيرى شوروي اتحاد موافقه وکړي چې خپلې اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، نو د خبرو له لارى به د حل لاره وموندل شي.
ښاغلي ريګن هغه مهال دا هم ويلي و چې:
د امريکې د متحده ايالاتو د پاليسۍ هدف روښانه دى. مونږ د شوروي اتحاد د عسکرو وتل غواړو، تر څو د افغانستان خلک په خپل هيواد کې آزاد پريښول شي، او د خپل حکومت او ژوند لاره په خپله وټاکي.
ښاغلي ريګن پدغه وينا کې چې د ١٩٨٤ کال د مارچ په ٢١ خپره شوه ويلي و:
مونږ په پرله پسې توګه هيله کوو چې د خبرو له لارى د مسئلې حل پيدا شي. داسې حل لاره چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په پريکړه کې يي پنځه ځلې ذکر شوى دى.
ښاغلي ريګن د پخواني شوروي اتحاد د تيري په مقابل کې د افغانستان د ملت د مبارزى په پلوى د خپلې وينا په وروستيو شيبو کې ويلي و:
اوس ، پدې خاطر، زه رونالد ريګن د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس د ١٩٨٤ کال د مارچ ٢١، د افغانستان د ورځې په نامه نوموم.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG