د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

کله چې د افغانستان د انتقالي دولت رئيس حامد کرزي د انتخاباتو قانون لاس ليک کړ، نو په هماغه ورځ يي د تندرو مجاهدينو له مشرانو سره چې د نوموړي د مهمو نوښتونو سره مخالف دي، د واک د ويش پر سر معامله هم وکړه. د رويتر د اژانس د رپوټ له مخې د حامد کرزي د متحدينو، سياسي ګوندونو د مشرانو، او د نړيواله ټولنې په منځ کې ناآرامي رامنځ ته شوى چې د انتقالي دولت مشر حامد کرزى په کوم قيمت غواړي، د هيواد د جمهوري رياست په انتخاباتو کې رايي وګټي.


د حامد کرزي او د تندرو مجاهدينو د مشرانو د چارشنبه د ورځې د غونډې جزئيات نا څرګند دي، او په افغانستان کې چې ايئتلافونه په بيړه رامنځ ته کيږي، معاملې هم ژر حل کيدى شي. خو د مجاهدينو مشران چې په کابل کې پدغه غونډه کې حاضر و، وايي: کوماندانانو او ولايانو په حکومت کې د لوړو چوکيو د لاس ته راوړلو په بدل کې تعهد وکړ چې د کرزي په مقابل کې به و نه دريږي.
رويتر وايي چې غربي ديپلوماتان او يو شمير نور پدې وجه هم انديښمن دي چې کيدى شي مجاهدين به په محاکمو او پارلمان کې هم پراخ کنترول ولري.
يو افغان ژورناليست فضل سنګچارکي وايي چې : دغه سياسي معامله به په افغانستان کې د دموکراسۍ لپاره د نړيوالو هڅې اغيزمنې کړي.
د حامد کرزي سره د چارشنبه د ورځې په غونډه کې، عبدالرب رسول سياف هم و، چې د حامد کرزي او امريکائيانو هغه غوښتنه يي رد کړى ده چې د بې وسلې کولو او ملکي کولو د پروګرام له مخې خپلې مليشه بې وسلې او وسلې حکومت ته وسپاري. همداشان د هرات والي اسماعيل خان هم په مجلس کې و. په هرات کې د بې وسلې کولو پروګرام ورو دى، او په نوموړي باندې په پراخه توګه، د بيان د آزادى او په خاصه توګه د ښځو د حقونو په اړوند، د بشري حقونو د موسسو له خوا انتقاد کيږي.
د حکومت يو لوړپوړى چارواکى چې نه يي غوښتل هويت يي څرکند شي، وويل: زه پدې چې حامد کرزى به واک وويشي فکر نه کوم، خو اوصول بايد پر ځاى وي. نوموړي زياته کړه هر هغه څوک چې حکومت ته راځي بايد د اوصولو مراعت وکړي او بايد وړتيا ولري. ددې خطر شته چې د ريفورم ضد کسانو سره ائيتلاف ، ددې سبب وګرځي چې له اصلاحاتو څخه لاس واخيستل شي.
غربي ديپلوماتان او افغان څيړونکي وايي د امريکايي ځواکونو د ليږدولو او د ښاغلي حامد کرزي د شخصي امريکايي ساتونکو د موجوديت سره سره چې د حامد کرزي هر قدم څاري، داسې ښکارې چې نوموړى څومره چې فکر کيږي همره قوى نه دى.
رويتر ليکي، پداسې حال کې چې د مجاهدينو د مشرانو سره د يوځاى کيدو په سر د حامد کرزي او په حکومت کې د نورو غرب پلوه چارواکو ترمنځ توپير شته، داسې نښې او نښاني هم ليدل کيږي چې کيدى شي د انتقالي دولت رييس د خپلو طبيعي طرفدارانو پلوي له لاسه ورکړي.
اژانس زياتوي: د حامد کرزي د کمزورتيا يوه وجه د وخت ستونزه ده چې د بن د پريکړۍ له مخې بايد انتخابات په ټاکلي وخت ترسره شي او داشې ښکاري چې امريکائيان هم ددغو ټاکنو برياليتوب غواړي.
د مجاهدينو د مشرانو د مقاومت په نتيجه کې د بې وسلې کولو عمليه د ځنډ سره مخامخ شوه. طالبانو او د ال قاعده د شبکې غړو خپلې حملې زياتې کړي دي. او همداشان د بې سيوادۍ لوړه فيصدى ددې ښکارندوي دي چې زيات شمير افغانان سره له دې چې په رائيو ورکولو کې به ګډون وکړي، خو بيا به هم په تاريکې کې وي.
يو افغان ليکوال او پوه حميدالله طرزى وايي چې انتخابات د هغه په نظر غير منطقي دي. هيواد هغه ته تيار ندى. ثبات او امنيت نشته په خاصه توګه په پښتني سيمو کې. او که سړۍ دغه پښتنې سيمې له پامه وغورځوي نو بې شميره ستونزى به رامنځ ته شي.
اژانس وايي داسې آوازى په کابل کې خپرى شوي دي چې ښايي انتخابات ونه شي. خو ددې کار قيمت به جمهور رئيس بوش ته خورا ګران وي چې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ برياليتوب ته سخت سترګې په لار دى.
اوس داسې ښکاري چې امريکائيان هم دا درک کوي چې دا به زياتى وي چې په دومره لنډه موده کې شخصي مليشه بې وسلې شي، ملي اردو او پوليس جوړ شي، د مخدره موادو مخه ونيول شي، او په داسې کم وخت کې انتخابات هم ترسره شي.
څو ورځې دمخه يو امريکايي چارواکي وويل: مونږ داسې کارونه کوو چې هغه بايد د څو لسيزو په ترڅ کې شوى واى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG