د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

له اوږدۍ مودۍ وروسته يوځل بيا افغاني ورزشکارانو ته ددې امکان برابر شوى چې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي اود څه دپاسه دوو لسيزو جګړو او ناخواليو وروسته په سپورتي ډګر کې خپل استعداد او لياقت څرکند کاندي. د فرانسې خبري اژانس پدې اړوند وايي چې افغاني ورزشکاران دې ته سترګې په لار ندي چې طلايي مدالونه په غاړه هيواد ته راستانه شي، بلکه د افغانستان د المپيک يوولس کسيزه کوچنۍ ډله غواړي د خپل جنګ ځپلي هيواد پرمختګ او عالي روحيه تمثيل کړي.


په ١٣٧٨ کال کې افغانستان د المپيک او نورو نړيوالو لوبو له ګډون څخه محروم کړاى شو، چې عمده علت يي د ښځو په وړاندې د طالبانو بد او ناوړه چلند و. دادى اوس، له څه دپاسه يوې ليسزى وروسته، افغانستان د نړيوالو لوبو غيږ ته پداسې حال کې بيا وردانګي چې يوه ځوانه نجلۍ يي د ورزشي ټيم ملتيا کوي.
اولس کلنه روبينا مقيميار لومړنۍ افغاني نجلۍ ده چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د المپيک په لوبو کې ګډون کوي. اټکل کيږي چې نوموړى به د آتن د المپيک د لوبو د پيل په مراسمو کې د خپل هيواد د ټيم په سر کې، د افغانستان ملي بيرغ تير کړي.
روبينا او فريبا رضايي دوه ورزشکارانې دي چې د افغانستان د المپيک د يوولس کسيز ټيم په چوکاټ کې يي يونان ته سفر کړى. اولس کلنه فريبا رضايي به د جودو په ورزش کې د المپيک په لوبو کې سيالي وکړي.
شکريه حيدر چې د ورزشي فعالينو څخه ده وايي: دا لومړى ځل دى چې افغاني ميرمنې د المپيک په لوبوکې ګډون کوي.
له بلې خوا افغاني ورزشکاره روبينا وايي، ډيره وياړنه او خوښي کوي چې د المپيک د لوبو په سياليو کې برخه اخلم. نوموړى زياتوي چې دوه نيم کاله دمخه دا خبره ماته يواځې يو خيال او خوب ښکاريده او اوس زما خيال او خوب په حقيقت بدل شو. روبينا له نهو مياشتو راايسې د سلو ميترو ځغاستې تمرين کوي. خو د ١٥ ثانيو او شپږو خطو د شخصي ريکارد په لرلو سره به، دا ډيره ستونزمنه خبره وي چې د نړۍ د قهرمانې، امريکايي ځغاستونکى ميرمن ماريون جونز سره چې سل ميتره واټن په يوولس ثانيو کې ځغلي، سيالي وکړي.
فرانس پرس وايي، دغه مسابقه پيغلې روبينا ته شخصي برياليتوب نه، بلکه د افغانستان د ښځو په ژوند کې د بدلون معنى لري چې له زده کړو او ورزشي فعاليتونو څخه محرومې وې.
د يونان د بهرنيو چارو وزارت استازى، ليواديتو زوي، Livaditou Zoi پدې اړوند وويل : دا يوه ډيره خاصه خبره ده. او د افغانستان خلکو په خاصه توګه ښځو ته ستر برياليتوب ګڼل کيږي.
د افغانستان په ورزشي ډله کې د اولس کلنو روبينا او فريبا په خنک کې، شل کلن پهلوان بشير احمد رحمتي، ١٩ کلن بوکسر بشرمل سلطاني، او همداشان ١٩ کلن ځغاستونکى مسعود عزيزي شامل دي چې د تيرې جمعې په ورځ له کابل څخه د يونان په لور لاړل، ترڅو د المپيک له لوبو دمخه دوه مياشتې پرله پسې مشق او تمرين وکړي چې لګښت يي د يونان د هيواد حکومت ورکوي. افغاني ورزشي ډله به د يونان د ليس بوس Lesbos په ټابو کې تمرينونو ته دوام ورکړي. همداشان د افغانستان د ټيم سره به څلور تنه ترينران او دوه تنه د المپيک مسؤلين هم ملګري وي.
اژانس وايي چې سيمه ايزو او يوناني چارواکو ويلي دي چې دوى په ايټاليا کې د نهو تنو افغاني فټبالرانو له تيښتى څخه خبر دي چې په اروپا کې يي د سياسي پناه غوښتنه کړى، او دوې پدې اړوند پوره تدابير نيولي دي چې بيا دا کار تکرار نه شي.
يوناني چارواکى ليواديتو زوي، Livaditou Zoi ، وويل دوى دا کار نشي کولاى، ځکه چې مونږ له استانبول څخه آتن ته او بيا بيرته کابل ته د ورزشکارانو د واپس کولو په هکله ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG