د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

اوباما:د اسامه بن لادن وژل کېدل زموږ د مبارزې پای نه دی


اوباما وویل،د بن لادن مړینه د القاعده د ماتولو لپاره زموږ د ولس په هڅو کې تر دې دمه یوه د پام وړ لاس ته راوړنه ده
اوباما وویل،د بن لادن مړینه د القاعده د ماتولو لپاره زموږ د ولس په هڅو کې تر دې دمه یوه د پام وړ لاس ته راوړنه ده
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن مړینه اعلان کړه.

اوباما وویل، چې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې نېټې د تروریستي حملې طراح د امریکا په مشرۍ په پوځي عملیاتو کې، چې په پاکستان کې شوي وژل شوې او مړې یی له دوي سره دي:

(د بن لادن مړینه د القاعده د ماتولو لپاره زموږ د ولس په هڅو کې تر دې دمه یوه د پام وړ لاس ته راوړنه ده، خو اوس لا د ده مړینه زموږ د مبارزې د پای ته رسېدو په معنې نه ده.

په دې کې هیڅ شک نشته، چې القاعده به زموږ پر ضد خپلو حملو ته دوام ورکړي، موږ به په کور دننه او بهر ویښ اوسیږو.)

اوباما وویل، چې د دغوعملیاتو په مهال، چې د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه شوي امریکایي ځواکونو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم کوم عام وګړې زیانمن شوې.

د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو له اسلام اباد څخه د باندې په یو کورحمله وکړه او په یوه وسله واله نښته کې ښکیل شول.

اوباما وویل، چې د پاکستان امنیتي چارواکو له دوي سره مرسته کړې او دوي یي تر بن لادن پورې بیولي دي، ده د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري څخه د همکارۍ لپاره مننه وکړه:

(موږ باید بیا په دې ټنیګار وکړو، چې د امریکا متحده ایالات هیڅ کله به هم له اسلام سره په جنګ کې نه وي.

ما د بوش په څیر، چې د سپټمبر له یولسمې نېټې وروسته وضاحت ورکړ دا واضح کړه، چې زموږ جنګ د اسلام پر ضد نه دې.

بن لادن یو مسلمان مشر نه وو په حقیقت کې القاعده زموږ د هېواد په ګډون په ډیرو هېوادونو کې یو زیات شمېر مسلمانان وژلي دي، نو د ده وژنه باید د ټولو هغو له خوا وستایلې شي، چې په سوله او انسانیت باور لري.)


په داسې حال کې، چې اوباما خبرې کولې له سپینې ماڼۍ څخه د باندې د خلکو یوه ګڼه ګوڼه راټوله شوه او خوښي یی لمانځله.

متحده ایالاتو خپلو ټولو سفارتونو ته خبردارې ورکړې، چې د القاعده د غچ اخیستونکو حملو په وړاندې دې بیداره اوسي.

د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو په اړه په نړېواله کچه غبرګونونه څرګندیږي.

د بریتانیي صدراعظم ډیویډ کامرون وویل، چې د بن لادن وژنه به نړۍ ته یوه ستره ارامي په برخه کړي.

د نیویارک ښاروال وویل، چې دې هیله مند دې، چې دا خبر به هغو کسانو ته سکون ور په برخه کړي، چې د سپټمبر په پېښه کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر بوش ویلي، چې د نړۍ تر ټولو زیات مطلوب تروریست وژه د امریکا لپاره یوه ستره بریا ده.
XS
SM
MD
LG