د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۴

د دودیزو او کلتوري مسلو په اړه ځانګړې خپرونه


دا خپرونه د پشه ئیانو د واده د دود په اړه ده.

د پشه ئیانو په اړه تاریخ لیکوال کاږي، چې دوي په خټه اریایان او په هغو لسو قبیلو کې شامل و، چې له بلخه کټیدلې وې.

داسې روایات هم شته، چې پشه ئیان په لومړي سر کې د الینا په نوم یادیدل، الینا د پشه ئیانو د یوې قبیلې او قومي مشر نوم هم و، چې د زرغون او غوړېدلي مانا لري، دا کلمه اوس هم د الینګار، الیشنګ اواله سای په نومونو کې موجوده ده.

د پشه ئی کلمې د تسمې وجه په اړه لیکوال په یو نظرنه دي، څوک وايي دا کلمه د پاشا یا پادشاه له کلمې څخه مأخوذه ده او ځینې یې د پیشاچه او بشي کاله له کلمو څخه ماخوذه بولي، چې وروسته کاپیسا شوې او د غوښې خوړونکې مانا لري.

دا چې د پشه ئیانو دا واده دود څنګه دی، ولور لري که نه.

د واده د ورځې سندره یې کومه ده او په یوه واده کې څومره پوڅه خوړله کېږي دا په خپرونه کې واورئ.

دا خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG