د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

فایننشل ټایمز: د افغانستان د سولې پروسه یوه بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري


طالب مشرانو خپل لاس لاندې کسانو ته امر کړی چې په ښارونو کې بمي بریدونه ونه کړي.

  • نیویارک ټایمز

دا خبره د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې راغلې ده.

نیویارک ټایمز د افغان چارواکو او طالبانو د خبرو په استناد لیکلي چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی وار دی چې طالبان د ملکیانو د هدف نه ګرځولو په خاطر داسې پرېکړه کوي.

په مقاله کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه نامعلوم ځایه نیویارک ټایمز ته ویلي چې له اوربند راهیسې یې دا ډول بریدونه نه دي کړي او مشرانو یې ورته امر کړی چې په ښاري سیمو کې دې بمي بریدونه ونه کړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د جنګیالیو اصلي بدنه له جنګه ستړې ده او افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د تاوتریخوالي له کمېدو او له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

هغه نیویارک ټایمز ته هم ویلي چې اوس په ښارونو باندې انتحاري بریدونه کم شوي خو دا د انتحاري بریدونو پای نه په ډاګه کوي.

خو د نیویارک ټایمز له دې مقالې څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند وویل چې خبرې یې د نیویارک ټایمز له لوري تحریف شوي دي.

ده په خپاره شوي بیان کې ویلي چې نیویارک ټایمز ته یې د مرکې په وخت ویلي و چې په ښارونو بریدونه وخت نیسي او جنګیالي یې له احتیاطه کار اخلي چې ملکیان ژوبل نه شي.

  • فایننشل ټایمز

د افغانستان د سولې پروسه یوه بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري.

دا د پاکستاني لیکوال او ژورنالیست احمدرشید د یوې مقالې عنوان دی چې د فایننشل ټایمز ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

په دې مقاله کې راغلي له څو کلونو ټینګار وروسته چې دا پروسه باید د افغان حکومت له خوا مخته یوړل شي، امریکا متحده ایالتونو خپل دریځ بدل کړی او موافقه یې کړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د دغه لیکوال په باور خبرې ښې دي خو که امریکا ناسم لوري ته لاړ شي اوسنۍ موقع به لاسه خطا وځي.

احمد رشید لیکلي کوم امریکايي چارواکو چې ده ورسره تر اوسه خبرې کړي ټینګار کوي چې په دې خبرو کې د کوم بې طرفه منځګړي یا داسې یوه هېواد ته چې اسانتیاوې رامنځته کړي اړتیا نشته.

پاکستاني لیکوال او ژورنالیست احمدرشید
پاکستاني لیکوال او ژورنالیست احمدرشید

د ښاغلي رشید په لیکنه تاریخ ښيي چې په افغانستان کې د سولې خبرې دوه واره شوي او هر وارې دا پروسه د ده په خبره په بشپړه بې طرفۍ ولاړه وه.

په دوام کې راغلي چې لومړۍ وار بریالۍ خبرې د هغو څو کلونو هڅو نتیجه وه چې په ۱۹۸۰ کال کې له افغانستانه د ۱۲۰ زره شوروي ځواکونو د وتلو په اړه وه.

او دویم وار بریا د لیکوال په خبره د ۲۰۰۱ کال د بُن پروسه وه.

XS
SM
MD
LG