په داسي حال کې چې په افغانستان کې بيلابيلې اسلامي سخت دريځې ډلې له داعش سره يو ځای کيږي، د طالبانو مشر ملا عمر لا هم غلى پاتې دی.
طالبان په هيواد کې په ګڼ شمېر سيمو کې جنګيږي او نا امني رامنځته کوي خو ايا د نورو ډلو له طالبانو څخه د بيعت اړولو په نتيجه کې دا ډله کمزورې شوې؟
کله چې د روان ميلادي کال په لومړيو کې د ازبکستان اسلامي تحريک مشر عثمان غازي یو بيان خپور کړ او پکښي يې له داعش سره خپل بيعت په داسې ډول توجيه کړ چې ملا عمر لادرکه او يا هم مړ دی او داسي کس چې ورک وي، د مسلمانانو مشر نه شي کېدای.
پر دې موضوع زموږ همکارې ملالۍ بشير په کابل کې د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز له څېړونکي حکمت الله اعظمي سره مرکه کړې او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې
ايا د ملا عمر حضور اوس هم د اهميت وړ دی؟