د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

روسیه د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم په ایستلو غور کوي


د مسکو یوه څنډه
د مسکو یوه څنډه

روسیه د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم په ایستلو غور کوي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړ چې روسیه د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم په ایستلو غور کوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له‌مخې، دا موضوع د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، عدلیي او نورو تخصصي بنسټونو له‌خوا څېړل کېږي او وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد لوړپوړي سیاسي مشرتابه کوي.

درې میاشتې مخکې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سترې محکمې د پرېکړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، قزاقستان طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلي دي.

طالبانو له يادې پرېکړې هرکلی کړی و.

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو او د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو پرېکړه يې نه ده‌کړې، خو د قزاقستان د دغه اقدام هرکلی يې کړی و او ویلي یې وو چې دا مسئله د قزاقستان د چارواکو او طالبانو د حکومت ترمنځ د خبرو پر پراختیا مثبت اغېز کولی شي او د سیمې د امنیت د ساتلو او د تروریزم او نشه‌يي توکو د جرمونو په وړاندې د مبارزې برخه کې د ګډو هڅو لپاره دوه اړخيز باور پیاوړی کوي.

بل‌خوا د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد هم تېره ورځ سيمه‌ييزو رسنيو ته ويلي وو چې د طالبانو ۲۴ چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي ټولنې په تور لېست کې دي او په څه باندې دوه نیمو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نه یوازې دا چې د دوی د مشرانو نومونه له تور لېست نه‌دي ایستل شوي، بلکې د څو نورو چارواکو نومونه يې هم په دغه نوملړ کې شامل شوي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

هممهاله یو شمېر سیاسي کارپوهان او پخواني ډیپلوماتان وايي، روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې هڅه کوي له طالبانو سره د ښو اړیکو په لرلو سره د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د دوی له ډلې سياسي کارپوه طارق فرهادي ازادي راډيو ته وويل: "د روسیې، امریکا او چین یوه پالیسي دا ده چې دوی طالبانو او داعش تفکيک کړي او غواړي له طالبانو سره ښې اړيکې ولري تر څو چې د داعش خرسانې څانګې پر وړاندې په جګړه کې ټولیز بریالیتوب ترلاسه نه‌شي، په دې صورت کې د روسیې د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو ایستل به نوره اسانتیاوې رامنځته نه‌کړي او او د روسيې له‌خوا د طالبانو په رسميت پېژندلو لامل به نه‌شي."

سياسي کارپوه طارق فرهادي
سياسي کارپوه طارق فرهادي

له بلې خوا په ایران کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي، له طالبانو سره د روسیې د اړیکو یو مهم هدف د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت ټينګښت او د سیمې له پرمختګونو خبرتیا ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، روسیه ښايي طالبانو ته ښه امتیازات ورکړي، خو طالبانو ته پکار ده چې د افغانستان د ګټو لپاره یې وکاروي.

هغه زیاتوي: "شاید دوی ته د روسیې له‌خوا نور امتیازات ورکړل شي او دا به ښه وي که طالبان وتوانېږي له دغو فرصتونو څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي، له‌دې پرته د طالبانو سياستونو ته په پام، دا وېره شته چې د افغانستان خلک بيا د ختيځ او لوېديځ د سياستونو قرباني نه‌شي."

تر دې وړاندې روسیې د مسکو فارمټ او یو شمېر نورو غونډو کې د طالبانو کوربه‌توب کړی، له طالبانو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت دوی ته سپارلی او د طالبانو سیاسي استازولي یې هم منلې ده.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې پر افغانستان له بياځلي واک ترلاسه کولو وروسته د نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو غوښتونکي دي، خو تر اوسه د دوی حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG