د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

۲۰۲۴ کال له ځان سره څه راوړي؟


د نوي میلادي کال د نمانځنې یو تصویر
د نوي میلادي کال د نمانځنې یو تصویر

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د ژورنالېستانو په حواله د هغوی د پوښښ لاندې هېوادونو د وضعیت په اړه وړاندوېنه خپره کړې چې مهم ټکي یې دلته لوستلی شئ:

افغانستان:

افغانستان کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ لاندې نوی میلادي کال داسې مهال پیل شوی چې د ښځو او نجونو حقونه په کې ډېر محدود شوي دي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د ښځو د کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو حقونه ځپل شوي او دې برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.

طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې له افغان نجونو څخه له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق اخیستی
طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې له افغان نجونو څخه له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق اخیستی

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په یوه راپور کې وړاندوېنه کړې چې د افغانستان ښځې به ۲۰۲۴میلادي کال او تر هغه وروسته موده کې هم د خپلو حقونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ وي.

ځینې څارونکي وایي، دا چې طالبان د هر عمر نجونو ته یوازې په مدرسو کې د تعلیم اجازه ورکوي، دا په اوږد مهال کې ټولنه سخت دریځۍ خواته بیایي او له عصري علومو یې بې برخې کوي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو یوه فعاله شکریه بارکزۍ وایي، مدرسې د ښونځیو بدیلې نه شي کیدای، ځکه په وینا یې له مدرسو ډاکټران، انجینران، حقوق پوهان، خبریالان او د نورو برخو متخصصان نه شي فارغیدای.

په افغانستان کې د روانې ناورغیو متخصص مجیب خپلواک ازادي راډیو ته ویلي چې ۹۰ په سلو کې هغه ښځې چې پخوا یې دندې درلودې، اوس له رواني ستونزو سره مخامخ دي.

ایران:

ایران په کور دننه او بهر له یوشمېر ننګونو سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې دا ستونزې به ۲۰۲۴ کال کې هم دوام ولري.

ایران ۲۰۲۴ کال داسې مهال پيلوي چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو او حماس جګړې وضعیت کړکېچن کړی او سوله ییز راتلونکی یې پیکه ښکاري.

په همدې حال کې ایران تورن دی چې په عراق، سوریې او یمن کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او دې کار د ایران او لویدیځ اړیکې خړې پړې کړي دي.

په ایران کې اټومي فعالیتونه هم د لویدیځ د اندېښنې وړ دي .

تهران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري رد کړې ده او په دې تړاو پیل شوي بحثونه هم اوس په ټپه ولاړ دي.

ایران د جنورۍ په درېیمه د قاسم سلېماني پر تلین غونډې د خونړیو چاودنو شاهد و
ایران د جنورۍ په درېیمه د قاسم سلېماني پر تلین غونډې د خونړیو چاودنو شاهد و

ایران په کور دننه د خراب شوي اقتصاد له ګواښ سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې ۲۰۲۴ کال کې به له همدې وضعیت سره مبارزه د دوی د کارونو په سر کې وي.

د ایران اخوندي رژیم ته بله اندېښنه د هغو اعتراضونو دوام دی چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د پېغلې مهسا امیني له وژلو وروسته وپارېدل.

تر دغو اعتراضونو وروسته د ایران د ښځو یوه خوځښت او ګڼو نورو فعالانو خپلو مدني سرکښیو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري چې روان کال به هم دغه مدني حرکتونه دوام ولري.

اعتراض کوونکي د ایران د حکومت پر هغو تګلارو نیوکه کوي چې د اجباري حجاب او ورته نورو مسایلو په اړه دی.

د ایران حکومت له بېلابېلو لارو د دغو فعالانو ځپنې ته دوام ورکړی دی.

ایران په مارچ میاشت کې پارلماني ټاکنې مخته لري او داسې اټکل کېږي چې د رایه ورکونکو شمېر به یې کم وي.

اوکراین او هلته جګړه:

پر روسیې د اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوه چې لا هم دوام لري او تراوسه یې د کرارۍ کوم څرک نه ښکاري.

په ۲۰۲۳ کال کې لویدیځو هېوادونو د واکراین ملاتړ ته دوام ورکړ او اوکراین ته یې امنیتي ضمانتونه ورکړل.

داسې ښکاري چې د اوکراین شته ننګونې او ستونزې به ۲۰۲۴ کال کې هم دوام ولري.

دغه جګړه کې روسیه د یوشمېر سیمو پر نیولو ټینګار کوي او برعکس اوکراین هم وایي، بریا یې په دې معنا ده چې پر ټول له لاسه وتلي قلمرو بیرته واک ترلاسه کړي.

د اوکراین جګړه نوي میلادي کال ته له لویو په میراث پاتې نړیوالو منازعاتو څخه ده
د اوکراین جګړه نوي میلادي کال ته له لویو په میراث پاتې نړیوالو منازعاتو څخه ده

که چېرته ۲۰۲۴ کال کې روسیه د اوکراین په جګړه کې پرمختګ او نورې سیمې لاندې کړي، یا برعکس اوکراین له روسي ځواکونو نیول شوې سیمې بیرته ازادې کړې، دا اوکراین کې له سیاسي جوړجاړي یا حل لارې سره مرسته نه شي کولای.

پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین برید د هغه د یوه لوی پلان یوه برخه ده. هغه هڅه کوي چې که د شوروي اتحاد بیا را ژوندي کول امکان ونه لري، نو لږ تر لږه تر نفوذ لاندې ساحې تر کنټرول لاندې راولي.

اوکراینیانو ته بیا یوازې له روسیې سره د مقاومت دنده نه ده ورله غاړې؛ بلکې هڅه کوي چې خپل سیاسي هویت وساتي او حکومتولي مخته بوځي.

د اوکراین جګړه به تر هغو دوام ولري چې لویدیځ دا درک کړي چې د نړۍ پخواني نظم ته ورګرځېدل امکان نه لري.

ټینګار شوی چې د اوکراین د ستونزې یو حل دادی چې لویدیځ باید د یرغل قرباني هېوادونو ته د روسیې له هوکړې پرته په مستقیم ډول واقعي امنیتي تضمینونه ورکړي او په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.

د اوکراین په اړه د داسې درک څرک تراوسه نه ښکاري او له پوتین نه دا تمه چې ګوندې هغه د واک غوښتنې له لېوالتیا تېر شي، هغه نور هم پیاوړی کوي.

پایله داده چې د اوکراین او روسیې جګړه به ۲۰۲۴ کال کې همداسې دوام ولري او ممکن په نوره نړۍ کې هم د محلي جګړو لامل شي.

روسیه، اوکراین او لویدیځ: درېیمې نړیوالې جګړې ته تګ

۲۰۲۴ کال به د اوکراین د جګړې او ټول نړیوال نظام لپاره مهم او حساس وي.

د نړۍ د نظم په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ روسیې رامنځته کړی دی. روسیه په خپلو تاوتریخجنو، بدو او جګړه ییزو کړنو سره د نړیوال نظم د ویجاړولو او نوي کولو په هڅه کې ده.

د اوکراین جګړه د نړیوالې جګړې یا ښکر په ښکر کېدو لپاره یوه مقدمه بلل کیږي.

د لویدیځ له بندیزونو سره سره روسیې په ۲۰۲۳ کال کې له پوځي، کورني او نړیوال پلوه خپل موقعیت تثبیت کړ.

روسیې په دغه کال کې د وسلو کمښت او انساني تشه له منځه یوړه او خپل پوځ ته یې ښه تدارکات وکړل.

په دې وړاندوېنه کې پوتین یو بل هټلر ته ورته کس یاد شوی
په دې وړاندوېنه کې پوتین یو بل هټلر ته ورته کس یاد شوی

د نړۍ نظم ته د پوتین ګواښ د هېټلر له ګواښه کم نه دی، بل لورته ستونزه داده چې نړیوال نظام کې ګډوډۍ او نه همغږي د دې لامل شوې چې لویدیځ داسې یو موټی کیدای نه شي لکه ۱۹۸۰ کال کې چې د پخواني شوري اتحاد د پرزولو لپاره سره یو موټی شو.

خلکو کې خو هغسې زړورتیا بیخي نه ده پاتې لکه دویمه نړیواله جګړه کې یې چې د هېټلر او نازي جرمنانو مبارزه وکړه.

روسیه ممکن پر اوکراین سربیره پر ګرجستان، مولداوا یا لتوانیا یا پولنډ هم ازمیښتي برید وکړي چې د ناټو غبرګون و ازمایي.

دغه هېواد ښایي د نړۍ پر نورو هېوادونو هم بریدونه وکړي او دې خبره کې هم شک نشته چې اوکراین به نه سره ویشل کیږي.

منځنۍ اسیا:

په داسې شرایطو کې چې روسیه د اوکراین په جګړې بوخت دی، روسیه له هر وخته کم اوس د سیمې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته لارښونې او سپارښتنې کوي.

د منځنۍ اسیا څو هېوادونو لکه: تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان له دې فرصته په استفادې له لویدیځ سره د اړیکو ښه هڅه وکړه.

له منځنۍ اسیا سره د لویدیزو هېوادونو اړیکې په پراخیدو دي
له منځنۍ اسیا سره د لویدیزو هېوادونو اړیکې په پراخیدو دي

د دغو هېوادونو مشرانو د امریکا له متحدو ایالتونو او جرمني سره مهمې خبرې درلودې او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د څو میلیارده پانګونې له پلان سره قزاقستان او ازبکستان ته تللی دی.

چین هم په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړی او ترکیې هم ورته هڅه کړې ده.

د منځنۍ اسیا هېوادونه له اقتصادي ستونزو او له دې ډلې ازبکستان د ګازو د کموالي له ننګونو سره مخامخ دی چې روسیې ورته تېر کال ګاز ولېږل.

د منځنۍ اسیا دولتونو تراوسه د اوکراین په جګړه کې د روسیې سیاسي او پوځي ملاتړ نه دی کړی او ممکن استدلال وکړي چې د دوی متحد چین د روسیې لپاره ګټور شریک کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG