د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د چینایي انجینرانو لخوا پاکستان کې د اوبو د ۲ بندونو د جوړولو د چارو ځنډول


پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف
پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف

د پاکستان چارواکو نن جمعه د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د تېرې سې شنبې له پېښې وروسته چینايي کمپنیو د دوو بندونو د جوړولو چارې وځنډولې.

تېره سې شنبه د خیبرپښتونخوا ایالت د شانګله سیمې په بشام غرنۍ ساحه کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۵ چینايي انجنیران او یو پاکستانی موټر چلوونکی یې ووژل شول.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوه پاکستاني چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته نن جمعه ویلي، له تېرې چهارشنبې د چین ګیژوبا سهامي شرکت په خیبرپښتونخوا کې د داسو بند د رغونې چارې ودرولې.

ده زیاته کړې چې د پاور چینا شرکت بیا د دیامر بهاشا بند د جوړولو چارې وځنډولې.

دغه چارواکي ویلي، دا مهال ۷۵۰ چینايي انجنیران د داسو د بند په پروژه کې په کار بوخت وو او ۵۰۰ نور د دیامر بهاشا په بند کې.

د ده په وینا، تر پېښې وروسته چینايي انجنیران چې د بیارغونې د دغو پروژو ساحو ته څېرمه ژوند کوي، دغو ځایونو ته له ننوتلو راګرځول شوي دي.

راپورونه وايي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.

هم د پاکستان او هم د چین لپاره د چینايي وګړو د امنیت موضوع د اندېښنې وړ ده، ځکه چینايي وګړي زیات وخت د افراطي وسلوالو په حملو کې په نښه کېږي.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا د پاکستان په کوهستان سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو هلته خپل کارونه وځنډول.

تر هغه وروسته پاکستان د سیپیک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.

چین له پاکستان سره یوځای د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) پر پروژو څه باندې ۶۵ ملیارده امریکايي ډالره پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. دا پروژې د چین د یوه کمربند، یوې لارې په نوم د لویې پروژې یوه برخه ګڼل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ممتاز زهرا بلوچ پرون پنج شنبه ویلي، پاکستان او چین به پر سیپېک پروژه کار ته دوام ورکوي او خپلمنځي همکاري به زیاتوي.

XS
SM
MD
LG