د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

حماس سره روانه جګړه کې د اسراییلو تر ټولو لوړ تلفات؛ ۲۴ سرتېري یې ووژل شول


یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې
یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

د اسراییل پوځ نن اعلان وکړ چې په غزه کې یې ۲۴ تنه سرتېري د حماس ډلې په برید کې وژل شوي دي.

دا سرتېري داسې مهال وژل کېږي چې د غزې د تړانګې په جنوب او مرکز کې جګړو زور اخیستی.

اسراییلي ځواکونه په دې سیمو کې د حماس پرضد چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، حملو ته دوام ورکوي او غواړي د دې ډلې وسله وال تصفیه کړي.

د اسراییل پوځ وايي، پېښه هغه مهال وشوه چې سرتېرو یې غوښتل په غزه کې د دوو ودانیو د ویجاړولو لپاره په هغو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي، خو د حماس یو اورپکي هغه ټانک په راکټ وویشت چې د هغو امنیت یې نیولی و، او د ټانک د چاودنې له کبله یوه ودانۍ پر اسراییلي سرتېرو ړنګه شوه.

د اسراییلي پوځ ویاند دانیال هاګاري وویل چې دوی لاهم د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.

د پوځ ویاند زیاته کړه چې اسراییلي پوځیانو غوښتل د اسراییل د سرحد په ۶۰۰ مترۍ کې د غزې دا سیمه، د تروریستانو له تاسیساتو پاکه کړي څو هغه کورنۍ چې د اکتوبر په اوومه د حماس په برید کې له خپلو مېنو بېځایه شوې وې، بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په خپله نننۍ وینا کې ژمنه وکړه چې پوځ به یې په غزه کې عملیات ترهغه ونه دروي چې پوره بریا یې نه وي ترلاسه کړي. هغه وویل چې نن د اسراییل لپاره یوه ډېره بده ورځ وه خو د خپلو اتلانو او د خپلو خلکو د ژوند لپاره به دا جګړه ونه دروي.

غزه کې یو شمېر اسراییلي خواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي خواکونه

د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګالانت وویل چې دا جګړه به په راروانو لسیزو کې د اسراییلو تقدیر وټاکي او دې هدف ته د رسېدو لپاره قرباني په کار ده.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې له برید وروسته چې اسراییلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، دا په دې سیمه کې د اسراییلي پوځ تر ټولو لوړ تلفات دي. د حماس په برید کې نژدې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شول.

په غزه کې د اسراییلو په عملیاتو کې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا نژدې ۲۵۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې په غزه کې یې د عملیاتو هدف دا دی چې د حماس ډلې جرړې وباسي او پاتې ۱۳۰ تنه یرغمل خوشې کړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG