د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۵زرو واوښت


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۵زره تنو واوښت.

په غزې تړانګه د اسراییلو د بمبار او بریدونو په دوام د یکشنبې په ماښام له دې سیمې خړ لوګي پورته کېدل.

د اسراییل پوځ مخکې د ورځې په جریان کې د رفح په مواسي کې د پوځي عملیاتو ویډیو خپره کړې چې په‌کې اسراییلي ټانکونه او پیاده ځواک د بریدونو په حال کې دي.

اسراییلي چارواکو ویلي، په غزه کې به جګړه څو میاشتې دوام ولري.

اخوا د غزې د روغتیا وزارت د دغو بریدونو د دوام پر مهال د یکشنبې په ورځ اعلان کړی چې په غزه باندې د اسراییلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۵زره تنو اوښتی دی.

د غزې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې ډېری وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

یواځې یکشنبه او وړمه ورځ یې د غزې روغتونو ته د ۱۷۸ کسانو جسدونه انتقال شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې د مرګونو کچه بې سارې او نه منونکې بللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه چې یکشنبه په یوګاندا کې د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو د یوه اړوند ایتلاف 'جي ۷۷ + چین' سرمشریزه کې غږېده زیاته کړه.

هغه زیاته کړه: "په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات چې د حماس د اکټوبر اوومې ناوړه حملې څخه وروسته پيل شوي په پراخه کچه ویجاړۍ رامنځته کړي او دومره ملکیان په کې وژل شوي چې د سرمنشي په توګه زما په دوره کې ساری نه لري. په دې وژل شویو کې زموږ ۱۵۰ کارکوونکي هم شامل دي. دا زړه ماتوونکی او هېڅ د منلو نه دی."

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه په اسراییل په برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

اسراییل تر هغه وروسته په غزه تړانګه بمبارۍ او پراخ بریدونه پيل کړل.

اسراییلو ویلي چې له حماس سره د ۱۰۰ تنو پاتې یرغمل شویو کسانو تر خلاصون او د حماس د مشرتابه تر له منځه وړلو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د حماس مشرانو بیا ویلي تر هغو چې اسراییل بریدونه ونه دروي دوی یرغمل شوي کسان نه ور خوشې کوي.

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځایي ادارې ویلي، یو اعشاره اوه میلیونه کسان په غزه کې بې کوره شوي او شاوخوا یو میلیون خلک هم رفح ته پناه وړې ده.

ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې د مرستو لپاره عاجله اړتیا ده ځکه لوږه خوره ده او د ناروغیو د زیاتېدو اندېښنې هم شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG