د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

اسراییل یو وار بیا د غزې تړانګې جنوبي برخه بمباري کړه


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

اسراییل نن جمعه یو وار بیا د غزې تړانګې جنوبي برخه بمباري کړه.

عیني شاهدانو نن جمعه سهار د غزې تړانګې په جنوب کې پر خان یونس ښار د ډزو او هوايي حملو خبر ورکړی دی.

اسراییل ادعا کوي چې په دې ښار کې د توندلارې ډلې حماس زیات غړي او مشران پټ شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین سرې میاشتې ټولنې الامل روغتون ته نږدې د سختو جګړو خبر ورکړی.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تېره شپه په دې ځای کې ۷۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، چې ځواکونو یې د جګړې پر مهال د ټانکونو او هوايي ځواک په ملاتړ د دوی په وینا په لسګونو 'تروریستان' وژلي دي.

ملګري ملتونه وايي، تر اوسه د دې جګړې له کبله د غزې ۸۵ فیصده وګړي، یعنې دوه ملیونه او ۴ لکه کسان بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې زیات کسان سرپناه، خوراکي موادو، سون توکو او روغتیايي خدماتو ته سخته اړتیا لري.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

واشنګټن د اسراییل د دغو پوځي عملیاتو ملاتړ کوي، خو د دواړو متحدانو له نږدې اړیکو سره سره د دوی ترمنځ روانه اوونۍ د فلسطیني دولت د ایجاد پر سر ځینې اختلافات رابرسېره شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په سویس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پر مهال د یوه فلسطیني دولت د ایجاد په اړه د لارې د نقشې په اړه خپله غوښتنه بیا تکرار کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبه یو وار بیا په دې اړه پېشنهاد رد کړ.

نتنیاهو وویل، چې اسرائیل باید د اردن سیند د لوېدیځ پر ټولو برخو کنټرول ولري.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه په دې جګړه کې نږدې ۲۵زره کسان وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

واشنګټن په دې باور دی چې د یوه دولت ایجاد او د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل د اسراییل د امنیت لپاره هم ګټول دي.

بل لوري ته د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس رسمي ویاند د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د څرګندونو په ځواب کې وویل، له یوه خپلواک د فلسطیني دولت پرته به په سیمه کې امنیت او ثبات نه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG