د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

نتانیاهو: د حماس له نابودۍ وروسته به اسراییل د غزې امنیت وساتي


 د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو
د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو

د بنیامین نتانیاهو د واک په موده کې د یوه فلسطیني هیواد د جوړېدو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له وینا څو ساعته وروسته د اسراییل صدراعظم وویل چې د حماس تر بشپړه محوه کېدو وروسته به اسراییل لا هم د غزې تړانګې بشپړ کنټرول په لاس کې ولري او دا کار د فلسطینیانو د خپلواکۍ له غوښتنې سره په ټکر کې نه دی.

جو بایډن د جمعې په ماښام له بنیامین نتانیاهو سره له ټېلفوني خبرو وروسته ویلي و چې د اسراییل صدراعظم د دوو دولتونو د ټولو حل لارو مخالف نه دی او د دغو حل لارو یوه نه یوه بڼه عملي کېږي.

خو د اسراییل د صدراعظم د دفتر په پرونۍ اعلامیه کې ویل شوي چې نتانیاهو له بایډن سره په خبرو کې خپل دریځونه، چې له کلونو راهیسي یو شان دي، تکرار کړل او هماغسي چې د پنجشنبې د ورځې په خبري غونډه کې یې ویلي و، د حماس تر پوره له منځه وړلو وروسته د غزې بشپړ امنیتي کنټرول د اسراییل په لاس کې پاتې کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې غزه نور د اسراییلو لپاره ګواښ نه ده او دا د فلسطینیانو د خپلواکۍ له غوښتنې سره په ټکر کې نه ده.

بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په خپله ایکسپاڼه، یا پخواني ټویټر کې په یوه پیغام کې ولیکل، د اردن سین د لوېدیځې غاړې پر ټوله سیمه د اسراییل د بشپړ امنیتي کنټرول په اړه جوړجاړی نه مني او دا د فلسطیني هیواد د جوړېدو خلاف نه ده.

له بلې خوا د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ چې د بنیامین نتانیاهو ویاند ویلي چې د اسراییل صدراعظم له ښاغلي بایډن سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي چې د اسراییل امنیتي اړتیاوې د فلسطیني هیواد د جوړېدو لپاره هیڅ ځای نه پرېږدي.

ګوتیریش: د فلسطینیانو د هېواد لرلو له حقه انکار د زغملو نه دی
ګوتیریش: د فلسطینیانو د هېواد لرلو له حقه انکار د زغملو نه دی

په همدې منځ کې د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د خپل هیواد د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له حق څخه انکار د منلو نه دی.

ده پرون (شنبې) د ناپېیلي غورځنګ د غړیو هیوادونو په غونډه کې چې په یوګنډا کې دایره شوې وه، وویل، د دوو هیوادونو یعني د اسراییل ترڅنګ د فلسطینیانو لپاره د یوه هیواد د جوړېدو له حللارې انکار د نه منلو دی او دا حق باید د ټولو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ريیس جوزیپ بوریل هم د جمعې په ورځ د دوو هیوادونو پر حل لارې ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG