د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

غزه کې د جګړې او انساني تلفاتو شدت؛ " فلسطینیان د ۱۵ نانوایانو په وچې ډوډۍ او د څښاک په کمېدونکو اوبو ژوند کوي"


په غزه کې د جګړو او چاودنو یوه څنډه
په غزه کې د جګړو او چاودنو یوه څنډه

په داسې حال کې چې د فرانسې خبري اژانس خبریال، له پرون سهاره د غزې تړانګې له جنوب په ځانګړي ډول له خان یونس ښاره د هوايي حملو او د ټانکونو د ډزو راپور ورکړی، د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون په مخکېنیو ۲۴ ساعتونو کې د لږ تر لږه ۱۶۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی، چې په وروستیو ورځو کې د مړینو لوړ شمېر دی.

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې وویل چې د غزې په شمال کې یې د حماس ډلې د قوماندانۍ جوړښت ویجاړ کړی او یوازې یې منزوي شوي جنګیالي پاتې دي، د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې د حماس توندلارې ډلې د وسلوالو خلاف خپل فشارونه زیات کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د هوايي او سمندري ځواکونو په ملاتړ په ټوله غزه په ځانګړي ډول شمال کې د حماس ډلې د جنګیالیو پر بنسټونو حملې کوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې پوځي څانګې بیا د غزې په شمال کې له اسرائیلي ځواکونو سره د سختې جګړې راپور ورکړی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن

که له یوې خوا په ټوله غزه کې جګړې روانې دي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په تېره یوه میاشت کې د لومړي وار لپاره د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

جو بایډن تر دغو خبرو وروسته وویل، لا هم احتمال شته چې د اسراییل صدراعظم وکړای شي د یو ډول فلسطیني دولت له تشکیل سره موافقه وکړي، خو د بایډن دا څرګندونې د حماس ډلې له عکس العمل سره مخامخې شوې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس توندلارې ډلې د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشق پرون په یوه اعلامیه کې وویل: «دا وهم چې بایډن د فلسطیني دولت د تشکیل او څرنګوالي په اړه تبلیغ کوي، نور خلک نه شي خطا ایستلی.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي وچه ډوډۍ نن سبا د فلسطینیانو اصلي خواړه دي، خو د مرستندویو ادارو په وینا دا مهال په ټوله غزه کې یوازې ۱۵ نانوایۍ فعالې دي او هره ورځ د خلکو د څښاک د پاکو اوبو سرچینې او د هرې کورنۍ ورځني مصارف کمېږي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په دې جګړه کې نږدې ۲۵زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG