د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د حماس او اسراییلو په اړه د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول څرګندونې ناندریزې شوې


 جوزف بورل، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول
جوزف بورل، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل له اسراییلي او فلسطيني مشرانو سره تر کتنې مخکې نن د ملګرو ملتونو له خوا د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د څرګندونو د غندنې یادونه وکړه.

ملګرو ملتونو نتنیاهو ځکه غندلی دی چې په غزه کې د جګړې له پیلېدو وروسته یې د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنې رد کړې دي.

بوریل وویل، موږ په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د جوړېدو په اساس حل لاره غواړو نو باید په دې اړه خبرې وشي.

هغه اسراییلو ته په خطاب کې وویل چې سوله او ثبات یوازې په پوځي اقداماتو نه شي ټینګېدلی.

بوریل وپوښتل چې د اسراییلو په ذهن کې له دې پرته څه ګرځي؟ همدا چې ټول فلسطینیان وتلو ته اړ کړي یا ټول ووژني؟

د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو د حماس ډلې ناڅاپي برید او وروسته د اسراییلو ځوابي عملیاتو په منځني ختیځ کې تازه کړکېچ رامنځ ته کړ او ټولې سیمې ته یې د دې کړکېچ د پراخېدو وېره زیاته کړه.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

په داسې حال کې چې روان تاوتریخوالي، د دې کړکېچ د دایمي حل امکانات کمزوري کړي، اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې اوس د اسراییل او فلسطینیانو د کړکېچ د دایمي حل په اړه د خبرو وخت رارسېدلی دی.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادو د بهرنیوچارو وزیران، لومړی له خپل اسراییلي سیال اسراییل کتځ او وروسته له هغه د فلسطینۍ ادارې له جګپوړي ډيپلومات ریاض المالکي سره وګوري، خو د کتځ او مالکي ترمنځ کومه لیدنه نه ده پلان شوې.

په پام کې ده چې د مصر، اردن او سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیران هم د اروپايي ټولنې له وزیرانو سره وګوري.

بوریل زیاته کړه چې ده په منځني ختېځ کې د دوامداره سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ته د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو په ګډون د هراړخیزو اقداماتو یو پلان وړاندې کړی دی.

بوریل د جمعې په ورځ تور ولګاوه چې اسراییلو، د احتمالي فلسطیني دولت د جوړېدو د زیانمنولو لپاره حماس ډله جوړه او تمویل کړه.

د ده دې څرګندونو د اسراییلو غوسه هم وپاروله.

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډيپلومات تینګار وکړ چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت یوازینۍ چاره له بهره د دوو دولتونو د جوړېدو حل لاره ده.

د اروپايي ټولنې غړي د منځني ختیځ د روان کړکېچ په اړه د یوه واحد دریځ په خپلولو کې پاتې راغلي داسې چې د جرمني په څېر د اسراییل پلویانو په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنې چې هسپانیا او ایرلنډ وړاندې کړې وې، رد کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG