د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د ولسوالیو د سقوط لاملونه؛ "پټې معاملې او که د رهبرۍ کمزورتیا؟"


ارشیف، افغان امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې، د دې هېواد ډېری ولسوالۍ په تېره د شمال او شمال ختیځو ولایتونو هغه، د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط او د طالبانو د ډلې ګړندیو پرمختګونو یو لړ پوښتنې راولاړې کړې دي.

یو لړ دغه پوښتنې د افغانستان د بدخشان ولایت په اړه هم دي.

د بدخشان ولایت د فیض‌اباد د شورابک د غرونو په سمسورو لمنو کې څو ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مرمیو غږونه اورېدل کېدل.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې په شاوخوا یوه میاشت کې یې له ۲۷ ولسوالیو څخه ۲۴ د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي.

خو د تېرې ورځې پر مازیګر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې امنیتي ځواکونو د یفتل پایان ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.

طالبان ونه‌توانیدل چې په خپلې شاوخوا شپږ کلنې واکمنۍ کې بدخشان ونیسي، خو اوس په جګړه کې توپیر راغلی دی.

په څو وروستیو ورځو کې د دغه ولایت ډېره برخه طالبانو ونیوله چې دغې مسئلې یو لړ اندېښنې راوپارولې.

طالبان ونه توانېدل چې په خپلې شپږکلنې واکمنۍ کې بدخشان ونیسي
طالبان ونه توانېدل چې په خپلې شپږکلنې واکمنۍ کې بدخشان ونیسي

۳۸ کلن عبدالحفیظ فروزان چې د دولت عادي کار کوونکی دی، په دې اړه د دولت اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري: "په دوه درې ورځو کې ګڼې ولسوالۍ پرته له جګړې او وینې توییدنې له امکاناتو سره سقوطېږي، دا د پوښتنې وړ ده، خلک هم اندېښمن او هېبت وهلي دي."

د ولسوالیو نیول تبلیغاتي بڼه لري، خو حملې یې پر جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو ډېرې شوي .

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو له پیله وروسته ټول هېواد او په تېره په شمال او شمال ختیځو سیمو کې جګړو زور وموند او طالبان وتوانېدل په لږه موده کې د افغانستان ډېری سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو افغان امنیتي مسوولین طالبانو ته د دغو سیمو پرېښودل، تاکتیکي شاتګ ګڼي .

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ډېری سیمې او په تېره شمالي، شمال ختیځي او شمال لویدیځې د زورورو جنګونو شاهدانې دي.

کوم لېست چې طالبانو ازادي راډیو ته ورکړی، دوی تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۷۳ ولسوالۍ نیولي چې څه باندې ۱۰۰ ولسوالۍ یې په شمال، شمال ختیځو او شمال غربي سیمو کې دي.

طالبانو ازادي راډیو ته ورکړی، دوی تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۷۳ ولسوالۍ نیولي
طالبانو ازادي راډیو ته ورکړی، دوی تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۷۳ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو، طالبانو د جګړې جغرافېې ته تغیر ورکړی او ډېر تمرکز یې پر هغو سیمو کړی چې ویل کېدل طالبان یې په لږه موده کې د نیولو توان نه لري، خو ولیدل شول چې طالبانو ډېرو سیمو ته د خپل نفوذ لمن وغځوله.

د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغانستان د سولې او جنګ د انسټیټیوټ رييس تمیم عاصي وايي، څو لاملونه د دې سبب شول چې طالبان پر شمالي ولایتونو تمرکز وکړي.

دی زیاتوي، یو لامل دا دی چې شمال د سټراټیژیک مقاومت په توګه پېژندل کېده، ځکه چې مخکې له دې په کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت شوی و.

پر دغو ولایتونو د طالبانو د حملو بل دلیل دا دی چې دغه لاره ناامنه کړي، لوی ولایتونه ونیسي او له عایداتي منابعو څخه یې ګټه واخلي.

د افغانستان د سولې او جنګ د انسټیټیوټ رييس تمیم عاصي وايي، څو لاملونه د دې سبب شول چې طالبان پر شمالي ولایتونو تمرکز وکړي
د افغانستان د سولې او جنګ د انسټیټیوټ رييس تمیم عاصي وايي، څو لاملونه د دې سبب شول چې طالبان پر شمالي ولایتونو تمرکز وکړي

عاصي زیاته کړه: "د افغانستان شمال یوه ستراتیژیکه عقبه او ډېر عواید لري، له همدې امله طالبانو پرې تمرکز وکړ، په ضمن کې هغه اختلافات او ناسالم رقابتونه چې د سیمه ییزو زور واکانو ترمنځ موجود دي، طالبانو ته یې ډېره زمینه برابره کړه."

ایران، پاکستان، روسیه او چین طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب هوکړه لري ځکه دا ډله پر شمالي ولایتونو حملې ډېرې کوي

د ښاغلي عاصي په خبره د ولسوالیو نیول تبلیغاتي بڼه لري، خو حملې یې پر جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو ډېرې شوي دي.

بل خوا د افغانستان د اردو متقاعد جنرال امرالله امان وایي، د سیمې هېوادونه لکه ایران، پاکستان، روسیه او چین له طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب هوکړه لري او د جګړې مشوره ورکوي چې پر شمالي ولایتونو حملې ډېرې کړي.

ښاغلی امان په شمالي ولایتونو کې د خلکو پاڅون، د طالبانو د حملو د زیاتېدو بل لامل ګڼي.

د افغانستان د اردو متقاعد جنرال امرالله امان
د افغانستان د اردو متقاعد جنرال امرالله امان

ښاغلی امان خبرداری ورکوي چې د طالبانو د حملوپه تړاو د سیمې د هېوادونو محاسبه ناسمه ده او که دا بهیر دوام وکړي ټوله سیمه به ناارامه شي.

دی زیاتوي: "که د سیمې هېوادونه بې‌تفاوته پاتې شي، زه د سیمې هېوادونو ته وایم، که دوی له همدې ستراتېژۍ سره مخ ته لاړ شي، سیمه به د یوې اوږدې ناارامۍ سره مخ شي."

همدا شان د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي وايي، د طالبانو په حملو کې شمال او شمال ختیځ مطرح نه دی او هر چېرې چې بریالیتوب ګوري هلته حملې کوي.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "جګړه په شمال او شمال ختیځ کې نه بلکې په ټول افغانستان کې روانه ده، خو په شمال او شمال ختیځ کې ډېره ده او دلیل یې دا دی چې طالبانو ورته ډېر پام کړی دی، په هر حال دوی هر چېرې چې کامیابي ویني هلته حملو ته تشدد ورکوي."

د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریم
د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریم

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چنګاښ په ۱۵مه نېټه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، کله چې په ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته اکمالات او تجهیزات پر وخت ونه رسېدل، طالبانو په شمال او شمال ختیځ کې ودانۍ ونیولې چې دا د ولسوالیو د سقوط په معنی نه دي.

د ښاغلي محب په خبره امنیتي ځواکونو په وروستیو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي او پر وړاندې یې حملې روانې دي.

ښاغلي محب زیاته کړه: "اوس مهال په یو شمېر ولسوالیو کې حملې روانې دي او په تېرو څو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته ترلاسه شوي دي."

ښاغلی محب وايي امنیتي ځواکونو په وروستیو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي
ښاغلی محب وايي امنیتي ځواکونو په وروستیو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا ردوي وايي، د دوی جنګیالي د پرمختګ په حال کې دي.

د سېپټمبر د ۱۱مې له حملې او افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو له راتلو وروسته، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وپرځېد چې تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې یې فعالیت نه درلود، خو د دغه کال له پیل وروسته فعال شول چې ډېر تمرکز يې په ختیځ او جنوب و.

طالبان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړل چې اوس د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او شمال لوېديځ کې روان او پایلې یې له بل هر وخته ډېرې محسوسې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG