د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

هشت صبح: دولت او طالبان دې د رسنیو استقلالیت ته درناوی وکړي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې دولت او طالبان باید د رسنیو استقلالیت ته درناوی وکړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه په کابل کې یوې مشورتي ناستې ته اشاره کړې چې له رسنیو غوښتل شوي، څو په روانو حساسو شرایطو کې د ملي ګټو په پام کې نېولو او حساس وضعیت ته په کتو اطلاعات خپاره کړي،که نه نو له مجازاتو سره به مخ شي.

ورځپاڼې لیکلي، حکومتي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په خپل کنټرول لاندې سېمو کې پر سیمه ییزو راډیو ګانو محدودیتونه لګولي دي.

د لېکوال په وینا چې له رسنیو سره د دولتي چارواکو دا ډول چلند د بیان ازادي، د رسنیو استقلالیت او د افغانستان د رسنیو قانون سره په مخالفت کې دی او رسنۍ محدودوي.

لېکوال د بیلګې په ډول د افغانستان د اساسي قانون۳۴ مه ماده راخیستې چې بیان ازادي له هر ډول تعرض څخه خونده ده.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د رسنیو او عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د اصولو او دندو له مخې توپیر وکړي ځکه د رسنیو دندې کومې سیاسي ډلې ته تبلیغ کول نه دي، بلکې رسنۍ د توازن او بې پریتوب اصل ته پام اطلاع رسونه کوي.

د لیکوال په وینا حکومتي چارواکي کولای شي چې د افغانستان له حکومتي رسنیو وغواړي چې ورته په پراخه کچه تبلیغات وکړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، يو ځل بيا افغان ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ وبلله او هغه يې مسلمان او افغان وژنه ياده کړه.

وړاندې د ديني عالمانو د چهارشنبې ورځې غونډې ته اشاره شوې چې پر طالبانو يې غږ کړی چې روانه جګړه ودروي او اوربند ته غاړه کېږدي.

ورځپاڼې لیکلي چې تر دې وړاندې په کراتو په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې ديني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف غږ پورته کړی او د سمدستي ودرېدو غوښتنه يې کړې ده، خو لا هم جګړه روانه ده او تر ډېره زیان افغانانو ته اوړي.

لېکوال ټینګار کړی چې د اسلامي نړۍ ديني عالمان بايد لاس په کار شي، د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او نور د دغه بې ګناه افغانانو د وژنې دسيسې رسوا او شنډې کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان چارواکي باید وروستیو بدلونونو ته معقول او مناسب ځواب ورکړي.

وړاندې راغلي، په افغانستان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، طالبان هره ورځ نوې ولسوالۍ نیسي، سیمې لاندې کوي او امنیتي ځواکونه په شاه تګ کوي خو حکومت وايي، طالبانو پرمختګ نه دی کړی او ډېر ژر به بېرته له لاسه وتلې سیمې ونیسي.

د لېکوال په وینا ستونزه دا ده چې دولت لا هم ناوړه حالت نه مني او وايي چې نه ولسوالۍ سقوط شوې او نه هم طالبانو پرمختګ کړی، بلکې هر څه سم دي.

خو لیکوال ټینګار کوي چې حکومت باید د توجیه کولو او انکار پالیسي پرېږدي، بلکې واقعیت ومني او خلکو ته واضح ووايي چې د دغو بدلونونو او ستونزو پر وړاندې څه کوي؟

ورځپاڼې په وینا اوس باید دولت ثابت او پیاوړي ګامونه واخلي، نور ناوړه معاملې پرېږدي او د خلکو د ګټو پر بنسټ پرېکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG