د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د کندهار والي د محبس ودانۍ ته د طالبانو رانږدې کېدل تشه اوازه بولي


د کندهار ښار
د کندهار ښار

د کندهار والي هغه راپورونه چې وسله وال طالبان د کندهار ښار تر محبس پورې نږدې شوي، اوازې وبللې.

روح اله خانزاده نن جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه ویډیويي پیغام کې د کندهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ: "زموږ قوي زمریان راسره ولاړ دي، هېڅ هم نه شته. د کندهار ولس ته ډاډ ورکوم چې تاسې خپل ژوند کوئ. تر هغه وخته چې موږ ژوندي یو، اجازه نه ورکوو چې طالبان راشي او وحشت او دهشت خپور کړي."

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې وسله والو طالبانو د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د پولیسو ځینې پوستې نیولي او جګړه د کندهار ښار د محبس تر ودانۍ پورې رسېدلې ده.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو پرضد د دوی پوځي عملیات پیل شوي او طالبان یې په میربازار سیمه کې محاصره کړي دي.

وسله والو طالبانو د جمعې په شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د 'دماشور' او 'بلندي' امنیتي کمربندونه مات او د ماهي غره له لارې د کندهار ښار اوومې حوزې ته داخل شول.

کندهار کې روانه جګړه او ترې پاتې د توپک مرمۍ
کندهار کې روانه جګړه او ترې پاتې د توپک مرمۍ

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د اوومې حوزې میربازار سیمه کې د امنیتي ځواکونو څو پوستې سقوط کړي او جګړه د کندهار ښار د محبس تر ودانۍ رسیدلې وه.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي ته وویل چې وسله وال طالبان د اوومې حوزې په میربازار سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوي.

د بارکزي په وینا د زندان د خوندیتوب لپاره د ۴۴۴په نوم ځانګړې قطعه ځای پرځای شوې: "وسله وال ترهګر د میربازار سیمې ته داخل شوي وو، امنیتي ځواکونو کلابند کړي، څو سیمه تصفیه کړي، د محبس د ساتنې لپاره زموږ د ۴۴۴ قطعه ځای پرځای شوې."

په عین وخت کې د کندهار نوی امنیه قوماندان جنرال محمد سالم احساس د جګړې په لومړی کرښه کې رسنیو ته وویل چې د کندهار ښار د سقوط د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونو خپل تدابیر زیات کړي.

ښاغلي احساس زیاته کړه: "فعلاً موږ د محبس په ساحه کې یو، وضعیت تر کنټرول لاندې دی، د اندېښنې وړ کومه خبره نشته، خلک دې ډاډه اوسي چې د دوی اصیل بچیان به د توان ترحده د دوی دفاع کوي."

د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې ترڅنګ تېره شپه هم مهاله په ارغنداب، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کې هم وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د کندهار نوی امنیه قوماندان جنرال محمد سالم احساس
د کندهار نوی امنیه قوماندان جنرال محمد سالم احساس

امنیتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو غوښتل چې د کندهار ښار او سپین بولدک د لارې کنټرول په لاس کې واخلي، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت سره مخامخ شوي.

دغه لار د شااوخوا ۱۲ ساعتونو لپاره د مساپرو پرمخ تړل شوې وه.

د تخته پل امنیه قوماندان محمد هاشم ریګوال ازادي راډیو ته وویل چې د سپین بولدک د لارې په اوږدو کې یې شااوخوا ۹۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

په عین وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه یې په سپین بوک ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې ۲۷ وسله وال طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي.

د کندهار ښار د اوومې حوزې، ارغنداب، سپین بولدک او تخته پُل ولسوالیو د تېرې شپې او نن سهار د جګړې د ټولو تلفاتو دقیق ارقام نه دي، معلوم خو د کندهار میرویس روغتون ته له نن سهاره ۱۳ مړي او ۱۷ ټپیان ور وړل شوي چې ملکیان، امنیتي سرتیري او وسله وال طالبان په کې شامل دي.

وسله والو طالبانو په سپین بولدک او ارغنداب ولسوالیو کې د یو شمېر امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې.

XS
SM
MD
LG