د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

امریکا د افغان جګړې د ختمولو او جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې


ارشیف، هلمند کې د افغان کمانډو ځواکونو عملیات
ارشیف، هلمند کې د افغان کمانډو ځواکونو عملیات

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړو په ډګر کې لا هم وینې توېږي، د امریکا دفاع وزیر د دې جګړې د ختمولو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې.

لوېډ اسټن پرون جمعه د چنګاښ په اتلسمه پر ټویټر ولیکل، په افغانستان کې امنیتي وضعیت یوازې پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید نور فشار راوړي څو د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو له لارې سیاسي جوړ جاړی وشي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت یوازې پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید نور فشار راوړي
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت یوازې پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید نور فشار راوړي

ښاغلي اسټن لیکلي، افغانان باید داسې حکومت ولري چې دوی یې غواړي او مستحق یې دي.

اسټن زیاتوي چې نړیوال د لازم فشار راړولو له لارې په دې چاره کې مرسته کولای شي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت پر ولسوالیو او د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د حملو له کبله ډېر خراب شوی.

له بلې خوا وروسته له دې چې د هرات اسلام کلا بندر د طالبانو لاسته ولوېد او افغان ځواکونه ایران ته په شا ولاړل د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتي چارو مرستیال قوماندان ویلي چې ایراني ځواکونه د ګډ سرحد په اوږدو کې پوره چمتو دي او ډېر واړه تحرکات هم څاري.

ایرنا خبري اژانس د برید جنرال فرهاد اریانفر له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د ایران په ختیځ او جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په سلګونه کیلومتره خاوره کې سرحدي ګارډ او سپاه پاسداران ځواک عملیات کوي.

اریانفر ویلي چې ایراني ځواکونه په دقت سره څار کوي او په سرحد کې به ډېرو کوچنیو غیر قانوني تحرکاتو ته هم اجازه ورنه کړي.

پرون جمعه د هرات د اسلام کلا ګمرک یوه مسوول وویل چې افغان ځواکونه له اسلام کلا بندره وتلي دي او دا بندر اوس د طالبانو په ولکه کې دی.

د اسلام کلا بندر، افغان چارواکي وايي افغان سرتیري له اسلام کلا وتلي.
د اسلام کلا بندر، افغان چارواکي وايي افغان سرتیري له اسلام کلا وتلي.

ځینو موټر چلوونکو او عامو خلکو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې ګڼ افغان پوځیان له اسلام کلا بندره د ایران خاورې ته اوښتي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو او په مرکز کې د ملي دفاعي ځواکونو ویاندویانو د اسلام کلا بندر د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه نوې مرکه کې ویلي چې د طالبانو پرمختګونو حیران کړی دی.

خلیلزاد ویلي، هیله کوي چې افغان ځواکونه به د خپلو متحدینو په مرسته د طالبانو دا پرمختګونه په شا وتمبوي.
خلیلزاد ویلي، هیله کوي چې افغان ځواکونه به د خپلو متحدینو په مرسته د طالبانو دا پرمختګونه په شا وتمبوي.

ښاغلي خلیلزاد بي بي سي ته ویلي چې ده د جګړې د سختېدو تمه لرله ځکه د ده په وینا د روغې جوړې په خبرو کې د دریځونو د پیاوړي کولو هڅې کېږي، خو ده ویلي چې په پوځي ډګر کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو حیران کړی دی.

خلیلزاد ویلي، هیله کوي چې افغان ځواکونه به د خپلو متحدینو په مرسته د طالبانو دا پرمختګونه په شا وتمبوي.

هغه ویلي، طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې ژمنه کړې وه چې د ولایتونو پر مرکزونه به بریدونه نه کوي او خبرداری یې ورکړ چې امریکا به په زور تپل شوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هېواد کې د جګړو د تودېدو خبره رد کړه ویې ویل، دا مهال په هېڅ ځای کې جګړه نه شته بلکې څه چې روان دي، د ده په وینا د دولتي سرتېرو تسلیمي ده.

مجاهد زیاتوي: "د کابل ادارې عسکر او پولیس وسله ږدي، سیمې له جګړې پرته تسلیموي او له موږ سره یوځای کېږي. دا جګړه نه ده بلکې جګړې کمې شوي او تلفات هېڅ نه شته او بله خبره دا ده چې مذاکرات د همدې لپاره روان دي چې جګړه پای ته ورسېږي."

خو د طالبانو یوه چارواکي شهاب الدین دلاور چې د طالبانو د پلاوي په ترکیب کې په مسکو کې دی پرون ادعا وکړه چې د هېواد پر شااوخوا اتیا سلنه قلمرو د طالبانو واک چلېږي.

ښاغلي دلاور وویل چې د افغانستان له نژدې څلور سوه ولسوالیو څخه پر شااوخوا دوه نیم سوو طالبانو ولکه ټینګه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي د سیمو بېرته نیول د امنیتي سکتور لومړیتوب دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي د سیمو بېرته نیول د امنیتي سکتور لومړیتوب دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د له لاسه تللو سیمو بېرته نیول د دولتي ځواکونو په لومړیتوب کې دي.

ارین زیاته کړه: "د سیمو بېرته نیول د امنیتي سکتور لومړیتوب دی او په دې برخه کې یو لړ اقدامات هم شوي دي. موږ ۱۴ ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي دي او دې ډلې ته ډېر تلفات اوښتي دي. زه تاسو ته واضح مثالونه وایم. بادغیس یو وروستی مثال دی چې طالبانو له خپل ټول ملاتړ سره-سره چې لري یې ویې نه شو کړای چې ویې نیسي. همداسې په فاریاب، بغلان، لغمان، تخار او بدخشان کې."

د یوه بل خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې د روانو جریاناتو له کبله اندېښمن دی.

اېس جی شنکر پرون د چنګاښ په ۱۸مه نېټه په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د جګړه ځپلي افغانستان روان وضعیت د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

ښاغلي جې شنکر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د کمېدو غوښتنه وکړه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG