د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

بلومبرګ: د طالبانو له پرمختګ سره ځیني خلک له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې وايي د طالبانو له پرمختګ سره ځیني خلک له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

د بلومبرګ د مقالې لیکوال وايي، د افغانستان په شمال کې د طالبانو د چټک پرمختګ له کبله ځايي خلک د تېښتې په حال کې دي.

په دې مقاله کې لولو چې له خپلو کورو د خلکو تېښته ښايي د پناه غوښتونکو د یوه بل بحران برخه وي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره مخ پر زیاتېدو دی.

بلومبرګ د جمهوري ریاست، ارګ د ویاند مرستیال محمد امیري له قوله لیکلي چې د دوشنبې په ورځ‌يې ویلي، طالب جګړه‌مارانو د خلکو کرنیزې ځمکې سوځلي او خلک‌یې خپلو کورو پرېښودو ته اړ کړي دي.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

دې ډلې مخکې ویلي چې د ټولو افغانانو حقونه به خوندي پاته شي.

وروسته په مقاله کې راغلي چې په شمال کې د ګڼو ولسوالیو سقوط او په سرحدي سیمو کې د طالبانو پرمختګ افغان سرتېري اړ کړي چې تاجکستان ته واوړي.

افغان سرتېرو او افسرانو چې له بدخشانه تاجکستان ته اوښتي، ازادي راډیو ته ويلي چې که دې هېواد ته نه‌وای اوښتي، وژل کېدل.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې له بګرام هوايي اډې څخه د امریکايي نظامیانو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې امریکايي نظامیان ۲۰ کاله وروسته پرته له دې چې د بګرام نوي افغان قوماندان ته خبر ورکړي، د برق په قطع کولو سره د شپې په تیاره کې له دې ډګره ووتل. مقالې دا خبره د بګرام هوايي اډې د نوي قوماندان جنرال اسدالله کوهستاني له قوله لیکلې ده.

خو مقالې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د ویاند ساني لګېت له قوله لیکلي چې وايي، له بګرامه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع له افغان مشرانو سره هماهنګه شوې وه.

امریکا د جمعې په ورځ د جولای میاشتې په دوهمه نېته اعلان وکړ چې له بګرام هوایي اډې څخه‌یې کډه ټوله کړې ده.

د ګارډين په مقاله کې راغلي، کله چې د بګرام اډې برق قطع شو، دا چپاولګرو ته د یوه شنه څراغ غوندي وو چې ورغلل او د بګرام هوايي اډې ودانۍ یې چور او تالان کړې.

د مقالې په پای کې لولو چې د دوشنبې په ورځ، درې ورځې وروسته له هغه چې امریکايي نظامیان له بګرامه ووتل، افغان سرتېرو بیا هم هغه کنډ او کپر پاته شوني ټولول چې چور کوونکو تر شا پرېښي وو.

XS
SM
MD
LG