د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

هشت صبح: طالبانو افغان حکومت ته د سولې اړوند تازه وړاندیزونه سپارلي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د طالبانو له لوري افغان حکومت ته د سولې د نوېو وړاندیزونو د سپارلو، د جو بایډن د وروستیو څرګندونو او په لویو ښارونو کې د طالبانو د بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي چې بالاخره طالبانو د سولې د هوکړې او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره افغان حکومت ته تازه وړاندیزونه سپارلي.

ورځپاڼې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قوله لیکلي چې دغو وړاندیزونو کې د مؤقت حکومت، یو بې طرفه کس ته د حکومت د رهبري سپارل او د اساسي قانونو بدلون شامل دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د طالبانو پر وړاندیزونو کې د مؤقت حکومت دوره باید درې کاله وي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په سرمقاله کې په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شهاب الدین دلاور څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې و، دغه طرحه یې څلور میاشتې وړاندې د خلیلزاد په لاس افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته سپارلې ده.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې ښاغلي دلاور په مسکو کې په خبري ناسته کې دا هم ویلي چې په دغو وړاندیزونو کې د طالب بندیانو خلاصول، د دوی په مشرانو د سفر د بندیزونو لغوه کول هم راغلي او طالبان به یې په بدل کې په لویو ښارونو بریدونه نه کوي هم شامل دي.

د لیکوال په اند د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې مذاکرات له پیله چندان ښه نه و چې دې چارې تاوتریخوالی زیات او افغانان یې اندېښمن کړل.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي چې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ او مثبت اغېز لپاره اړتیا ده چې درېیم ګړی رول ادا کړي، هغه که په نړیواله، سیمه ییزه او يا ملي کچه وي، څو د سولې خبرې چټکې شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا د ولسمشر جو بایدڼ د پنجنشبې د ورځې د څرګندونو په اړه لیکنه او تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي،جو بایډن په دغه خبري ناسته کې وویل، د دې احتمال چې یو واحد حکومت افغانستان اداره کړې ډېر کم دی.

په سرمقاله کې راغلي ښاغلي بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له وتلو وروسته د ملکي افغانانو مرګ ژوبله کې به امریکا ځان مسول وبولي که نه؟ ده څلور وارې وویل "نه، نه، نه، نه."

د لیکوال په اند په افغانستان کې له روانو ناخوالو او ناوړه بد امنیتي وضعیت سره اوس جوبایډن د هیڅ شي مسوولیت په غاړه نه اخلي او دا هم وايي چې دا هېواد واحد نه دی او واحد حکومت یې نه شي اداره کولای.

د سرمقالې په پای کې راغلي داسې ښکاري چې د سیمې هېوادونه د امریکا په دې نیت اوس پوه شوي او د همدې لپاره یې د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې روانه جګړه ډېرې پیچلې شوې ده، د لیکوال په اند د کور مالک هم وايي مه یې پرېږدئ او غل هم وايي مه یې پرېږدئ.

ورځپانه لیکي، په داسې یوه وضعیت کې بېلابېل تحلیلونه او برداشتونه کېږي.

د ولسوالیو له سقوط وروسته طالبان د بادغیس مرکز قلعه نو ته ننوتلي و، خو ماته یې وخوړله.

په داسې حال کې چې د سرمقاله لیکونکي په خبره د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې راغلي و چې طالبان به په لویو ښارونو بریدونه نه کوي چې دا ډول برید له دې هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG