د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، د وټهپور ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې د نړیوالو ځواکونو بېپېلوټه الوتکو برید کړی چې پکې ۱۱ تنه داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعهګل همت د شنبې ازادي راډیو ته وویل، د شنبې د ورځې سهار لس بجې د نړیوالو ځواکونو بېپېلوټه الوتکو د وټهپور ولسوالۍ په قلا قورو سیمه کې بمباري کړې چې پکې د داعش وسلهوالې ډلې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
ښاغلي همت زیاته کړه:
"د ار اېس یا غوڅ ماموریت بېپېلوټه الوتکې دوه ځلې دقیق او پر ځای بمباري کړې چې پکې د داعش ډلې یو مشهور قوماندان عبدالروف چې په ابدالي مشهور دی، د ده سره ابراهیم، محب الله، نصیراحمد، عبدالسلام او بلال چې د ده ځوی او معاون يې دی، هم وژل شوي دي، په یاده سیمه کې ولسي وګړي شتون نهلرې."
قوماندان وايي، په وژل شوو کې بهرنیان هم شامل دي؛ خو تر اوسه دا نده څرګنده چې څو تنه پکې بهرنیان دي او په کوم هېواد پورې تړاو لرې؟ خو د ده په خبره، ځالې یې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.
هغه وویل د کونړ په یو شمېر نورو غرنیو سیمو کې هم داعش یا اسلامې دولت ډلې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړې دي.
کونړ هغه غرنی ولایت دی چې پکې زیاتې وسلهوالې ډلې فعالې دي او کله نا کله د افغان ځواکونو په خلاف بریدونه ترسره کوي؛ خو تراوسه خپله داعش ډلې کوم وسلهوال فعالیت نه دی شروع کړي.
تراوسه داعش یا اسلامې دولت ډلې د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې د شوي هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.
په کونړ کې په داسې حال کې د داعش پر وسلهواله ډله بمباري کېږي چې په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا له یادې ډلې سره زیاتې نښتې شوي چې پکې د ښکېلو خواو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.
راپور: روح الله انوري