د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

ابراهیمي: غور، سرپل او فاریاب کې د داعش د نفوذ مخه دې ونیول شي


د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د افغانستان ځینو برخو کې د داعش مخ په زیاتیدونکي نفوذ د اندیښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه باید دغه موضوع جدي ونیسي.

عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډه کې وویل چې فاریاب، سرپل او غور ولایتونو کې د داعش د نفوذ په اړه د خلکو اندیښنې پرځای دي.

ښاغلي ابراهیمي که څه هم په دې اړه جزئیات ورنه‎کړل چې داعش جنګیالیو څنګه یادو ولایتونو کې نفوذ کړی خو دا یې وویل چې امنیتي ارګانونه باید د هر اړخېزې سټراټیژۍ په رامنځته کولو د دغه ګواښ مخه ونیسي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"د سرپل او فاریاب ولایتونو سربېره غور کې د داعش نفوذ یو جدي ګواښ دی ستاسو اندیښنې پر ځای دي او حتماً به زموږ غږ امنیتي او دفاعي بنسټونه اوري، دوی باید شرایطو ته په کتو د یوې امنیتي او دفاعي سټراټیژۍ په رامنځته کولو سره دې برخه کې عملي اقدامات وکړي."

د ولسي جرګې رئیس فاریاب، سرپل او غور ولایتونو کې د داعش د نفوذ په اړه د یو شمېر وکیلانو له اندیښنو وروسته دا غوښتنه مطرح کړه.

تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو جوزجان کې هم د بلال په نوم د داعش د یوې ۵۰ کسیزې ډلې د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکړی وو.

په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې هم داعش فعالیت لري خو افغان امنیتي مسؤلان وایي چې دا ډله یې سخته ځپلې او د له‎منځه وړلو لپاره یې عملیات روان دي.

په ورته وخت کې څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم واشنګټن کې د داعش ضد نړیوال کنفرانس کې ویلي و چې د داعش پر وړاندې د ګټورې مبارزې لپاره باید لومړی د دې ډلې مالي سرچینې وچې شي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د داعش په ګډون د ټولو وسله‎والو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وایي:

"دا اردو اوس کولای شي چې د هر هغه چا پر وړاندې اقدام وکړي چې افغانستان ته ګواښ پېښوي او موږ به د دغه ډلو د ځپلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو."

ښاغلی رادمنش وايي، افغان امنیتي او دفاع ځواکونو په روان کال کې د احتمالي ګواښونو د له‎منځه وړلو او دفع کولو لپاره لازم چمتوالی نیولی خو د سراسري ثبات د ټینګښت لپاره د ده په خبره ضروري ده چې خلک هم د خپلو ځواکونو ترشاه ودرېږي او مرسته ورسره وکړي.

حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG