د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

سالوین: داعش د خپل قلمرو له درېیو دوه برخې له لاسه ورکړي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د هغو پوځي عملیاتو په اړه چې په ترڅ کې یې د شنبې په ورځ یو امریکایي سرتېری ووژل شو لیکي:

د امریکا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په مقصد پراخ پوځي عملیات کوي چې په ترڅ کې یې د امریکا د هوايي ځواک په حملو کې د مخالفینو مشران په نښه کېږي.

ورځپاڼه وړاندې د امریکايي ځواکونو د ویاند تورن بیل سالوین Bill Salvin د یوې مخکینۍ وینا په حواله وايي چې داعش ډلې د خپل قلمرو له درېیو دوه برخې له لاسه ورکړي.

تورن سالوین د پنجشنبې په ورځ اسوشیټېډ پریس خبري آژانس ته ویلي و چې د داعش ۸۰۰ جنګیالي په دوو ولایتونو- ننګرهار او کونړ کې فعال دي.

واشنګټن پوسټ په تېره ډسمبر میاشت کې د ناټو د ویاند جنرال چارلز کلېفلنډ وینا ته چې ویلي یې و، په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‎والو شمېر له درې زرو څخه زرو ته راکم شوی دی، اشاره کوي او لیکي:

د روان ۲۰۱۷میلادي کال له پیله د امریکا پوځ د داعش ډلې پرضد څه باندې څلورنیم سوه هوايي حملې کړي او د دې ډلې له ۲۰۰ زیات جنګیالي یې وژلي دي.

واشنګټن پوسټ او بلې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز دواړو لیکلي چې په روان کال کې دا لومړی امریکايي سرتېری دی چې د افغانستان په جګړه کې وژل کېږي.

نیویارک ټایمز د افغان کومانډو ځواک د ویاند جاوید سلیم له قوله لیکي چې وايي، امریکایي سرتېری د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې د پلیو عملیاتو پرمهال له دوی سره و چې د سړک د غاړې یوه ماین په چاودنه کې سخت ټپي او وروسته مړ شو.

ورځپاڼه د اچین د پوځي عملیاتو یادونه کوي او لیکي:

په اچین ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې چې د داعش او نورو افراطي ډلو مهم مرکزونه پراته دي، د افغان او امریکايي ځواکونو عملیاتو وسله‎والو مخالفینو ته درانه زیانونه اړولي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز، په تېر ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان جګړه کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو تلفاتو ته چې لس تنه یې له وسله‎والو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو، اشاره کوي او لیکي:

د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د افغانستان جګړه بې نتیجې بللې ده او ځکه یې د جګړو د تودېدو د موسم په درشل کې افغانستان ته د زرګونه نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG