د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

پنټاګون: امریکا ننګرهار کې پر داعش مرکزونو ستر غیر اټمي بم غورځولی


د امریکا له تر ټولو لوی غیر اټمي بم څخه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې کار واخېستل شو.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر تېره شپه واشنګټن کې وویل چې په دې هوايي حمله کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرکزونه په نښه شول.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر

سپایسر زیاته کړه:

"په سیمه ییز وخت د شپې په شاوخوا اوو بجو د امریکا پوځ له جي بي یو ۴۳ بم څخه په افغانستان کې کار واخېست. جي بي یو- ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې هدف په دقت سره ولي. موږ د داعش د وسله‎والو هغه سمڅه په نښه کړه چې د هغې په کارولو سره یې ازاد تګ راتګ کاوه او سیمه کې دېره افغان ځواکونه او امریکايي سلاکاران یې په نښه کول."

یو امریکایي سرتېري تېره اوونۍ په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

د دې بمبارۍ د تلفاتو په اړه امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه‎دي ویلي خو د ننګرهار والي ویاند وايي چې د داعش ډلې یو زیات شمېر وسله‎وال په دې حمله کې وژل شوي دي.

نړیوالو ځواکونو د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز قوي بمي حمله کړې

عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د اچین ولسوالۍ د مومندرې سیمې په یوه غره کې دې برید ملکي وګړو ته زیان نه‎دی اړولی.

ښاغلي خوګیاڼي همدا راز یادونه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې دا مرکز له دې مخکې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې هم په نښه شوی و.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

نوموړی وايي:

"بهرنیو ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مومندرې په اسدخېلو سیمه کې په یوه هوايي برید کې د داعش وسله‎والو یو مهم پټن‎ځای له منځه یووړ. پردې پټن‎ځای له دې مخکې هم بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي وو، خو دا پټن‎ځای ډېر قوي جوړ شوی وو او له دې کبله ځانګړی برید پرې ترسره شو."

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، د داعش د ماتولو لپاره باید د دې ډلې د فعالیت ساحه محدوده شي او زیاته یې کړه چې امریکا د داعش پرضد جګړې ته په خورا جدي سترګه ګوري.

د راپورونو له مخې د داعش وسله‎وال د ننګرهار او کونړ ولایتونو په سیمو کې ډېر فعال دي.

د امریکايي چارواکو د اټکل له مخې دې سیمو کې د دې ډلې شاوخوا ۷۰۰ جنګیالي فعال دي خو افغان حکومت وايي چې د دوی شمېر یو نیم زر ته رسېږي.

د پنټاګون یو ویاند وايي، هغه بم چې تېره شپه پر اچین ولسوالۍ وغورځول شو ۱۱ ټنه چاودیدونکي مواد يې لرل او د امریکا پوځ یې د ټولو بمونو د مور په نوم یادوي.

پنټاګون وايي چې دا بم یې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې کار ولی دی.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې چې جي بي یو ۴۳ بم د عراق د جګړې له پیل مخکې په ۲۰۰۳میلادي کال کې یوازې ازمویل شوی و.

بلخوا افغانستان کې د تېرو نېژدې څلورو لسیزو جګړو کې د کارول شویو بمونو دقیق شمېر نه دی معلوم که څه هم دا شمېر ښايي لسګونه زرو ته ورسېږي خو په یو ځل د ۱۱ ټنه بم کارول به چاپیریال ته کوم زیانونه واړوي؟

په دې اړه احمدتکل د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پالیسۍ او عامه اړیکو له معین عبدالولي مدقق سره خبرې کړي.

ښاغلي مدقق د مرکې په پیل کې پر چاپیریال د دې ډول بم د اغېزو په اړه خبرې کړي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک

د مشکوکو ترورستانو مرکزونه په نورو ځایونو کې هم شته؟ د ولسمشر اشرف غني له مرستیال ویاند دواخان مینه پال څخه د مرکې په پیل کې دا پوښتنه احمد شیبر کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG