د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

نیکلسن: اچین کې د داعش پرضد شوی اقدام پرځای او لازمي دی


په افغانستان کې د غوڅ ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد کوم اقدام شوی، پرځای او لازمي اقدام دی.

جنرال نیکلسن د جمعې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اچین ولسوالۍ دغه عملیات د بهرنیو ځواکونو پخوانی تصمیم و او له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شو.

ښاغلي نیکلسن وویل، د داعش د ځالو له منځه وړل، د امریکايي ځواکونو عمده هدف دی او د دغې ډلې د بشپړو ځپلو لپاره به په راتلونکې کې هم عملیات ترسره کړي.

افغانستان کې د غوڅ ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنران نیکلسن
افغانستان کې د غوڅ ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنران نیکلسن

نوموړی وايي:

"کوم بم چې تېره شپه وکارېده داسې ډیزاین شوی و چې د داعش ټوله ځاله، ټونلونه او چاودیدونکي مواد یې له‎منځه وړي. دا بم د ځانګړو اهدافو لپاره کارېږي."

ښاغلي نیکلسن وویل، داعش دغې ولسوالۍ کې ټونلونه ایستلي او مواضع یې قوي کړې وې څو له افغان او امریکايي ځواکونو څخه خوندي وي.

نیکلسن د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغې حملې دمخه د ملکي خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي وو.

د ده په خبره هېڅ اسناد او شواهد نشته چې دغه حمله کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

ښاغلي نیکلسن دا هم وویل، هره تروریستي ډله چې وغواړي افغانستان کې ځاله جوړه کړي د افغانستان په همکارۍ به له منځه لاړه شي.

د امریکا پوځي ځواکونو ویډیو: "د ټولو بمونو مور" بمب افغانستان کې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

امریکايي چارواکو هم ویلي چې تېره شپه یې د افغانستان په ختیځه سیمه د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر ضد ستر غیر هستوي بم اچولی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دا ډول بم په تېرو عملیاتو نه‎دی کارولی.

راپورونه وايي چې د داعش ډله اوس د ننګرهار او کونړ په ولایتونو لیدل شوې ده.

د امریکا حکومت دا هم ویلي په تخمیني توګه د ننګرهار په ولایت کې د داعش شاوخوا ۷۰۰ موجود دي خو افغانستان حکومت ویلي چې په کونړ او ننګرهار د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر شاوخوا۱۵۰۰ ته رسېږي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ځالو ستر غیر هستوي بم له افغان حکومت سره په همغږي کې غورځول شوی دی.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د نیکلسن د خبري ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، په دغې حمله کې د داعش ډلې ته لوی زیان اوښتی دی.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"دغه بم چې وکارول شو په داسې ساحه کې و چې یوازې دښمن په‎کې موجود و. افغان حکومت په جریان کې و او له بهرنیو ځواکونو سره عالي همغږي لري. په عملیاتونو کې لازم احتیاط کېږي ترڅو ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي."

ښاغلي مرتضوي دا هم وویل، هېڅ تروریستي ډله نه‎شي کولای چې افغانستان ځاله جوړه کړي او په هره سیمه کې وي، له منځه به لاړه شي.

همدارنګه د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، په دغې حمله کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی او لومړي څېړنې ښييي چې ۳۶ داعشیان په‎کې وژل شوي دي.

وزیري وویل داعش ټولې تروریستي حملې تنظیمولې له همدې ځایه تنظیمولې.

د افغان ځواکونو په خبره په سیمه کې اوس ځواکونو موجود دي او غواړي ساحه نوره هم وپلټي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوه باري عارض وايي، په افغانستان او نړۍ کې د داعش ناوړه کړنو ته په کتو سره، د داسې بم غورځول پرې یو مناسب کار دی څو په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

"د ټولو بمونو مور" بمب چې کله په لومړي ځل وازمایل شوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:52 0:00

XS
SM
MD
LG