د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ټرمپ: ننګرهار کې پر داعش لوی غیرې اټم بم غورځول بریالی ماموریت دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننګرهار کې د داعش پر سمڅو د تر ټولو لوی غیرې اټم بم غورځول د امریکا د پوځ یو بریالی ماموریت بللی دی.

ډونالډ ټرمپ پرون واشنګټن کې په یوه لیدنه کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"په دې ډېر زیات، زیات ویاړ کوم، په واقعیت کې دا یو بل بریالي ماوریت و. موږ پر خپل پوځ ډېر ویاړو. هماسې چې دې خونه کې پر موجودو کسانو ویاړو پر خپل پوځ هم ویاړو او دا یوه بله بریالۍ پېښه وه."

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ تردې څرګندونو مخکې امریکايي دفاعي چارواکو ویلي وو، د ننګرهار اچین کې یې د داعش پر سمڅو ، تر ټولو لوی غیرې اټمې بم غورځولی دی.

د امریکا پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ۹۸۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی بم یې په اچین کې د داعش پر هغو سمڅو غورځولی چې د پاکستان پولي ته نېژدې پرتې دي.

افغان حکومت وايي، اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو د امریکايي ځواکونو له‎خوا له دوی سره په تفاهم دروند بم غورځول شوی دی او داعش ۳۶ تنه وسله‎وال په کې وژل شوي دي.

د تلفاتو شمېر تراوسه خپلواکو سرچینو نه‎دی تائید کړی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي په دې بمي برید کې ولسي خلکو ته زیان نه‎دی رسیدلی.

بل‎خوا په افغانستان کې امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي، دا پریکړه چې پر داعش تر ټولو دروند بم وغورځوي له واشنګټن سره په تفاهم شوې او دده په وینا "دا د سم هدف لپاره مناسبه وسله ده."

XS
SM
MD
LG